پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهغني د نیازي جنازه کې یو وار بیا سوله خپل لومړیتوب وباله

غني د نیازي جنازه کې یو وار بیا سوله خپل لومړیتوب وباله

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات د امام دوکتور محمدایاز نیازي جنازې ته، چې تېره شپه په یوه تروریستي برید کې وژل شوی و، درناوی وکړ.

ولسمشر غني، دوکتور ایاز نیازی د هیواد له روښانه علماو او مشهورو مبلغینو څخه وباله او ویې ویل، نوموړی د هغو کسانو په شوم برید کې چې نه د اسلام مبین دین له احکامو خبر دي او نه د ټولنې په عرف او دستور او د افرادو په حقونو پوهېږي، په شهادت ورسېد.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اساسي لومړیتوب یې پر سوله او په بنیادي توګه د تاوتریخوالي په لیرې کولو راڅرخي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د کوچني اختر اوربند ته ادامه ورکړي او ځان له افراطي حرکتونو جلا کړي ترڅو ژر د سولې مذاکرات پیل شي.

ولسمشر همدارنګه له علماو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره په یو صف کې کار وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه مولوي نیازي د شهادت پېښې د څېړنو امر یې صادر کړی او د دې ناوړه پېښې عاملین د داعش د ډلې او نورو په څېر چې په فجایعو مرتکب شوي وو او ونیول شول، دا به هم ونیول شي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به ورسېږي.

مولوي ایاز نیازی چې د وزیر اکبرخان جومات امام و تېر ماښام په همدغه جومات کې چاودنې لومړی ژوبل کړ او بیا یې روغتون کې تر عملیات لاندې ساه ورکړه.
دغه پیښه کې ۲ تنو ژوند بایلود او ۸ تنه ژوبل شول چې د طالبانو په شمول ګڼو لوریو یې غندنه وکړه.

1 COMMENT

  1. ښاغلي ريس ډاکتر اشرف غني.
    خدای د وکړي چه دا کار وکړي خو هلته يي نيسي او بيرنه يي خوشي کوي. اسلا بندي کول نشته نيول د او په تندي يي د کولي ډز ده دا خلک اشتباه او غلتيوي نه بلکه هدايتي مړيني کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب