یکشنبه, مې 19, 2024

خفه نه شئ

لیکوال: جنرال دولت وزیري

موږ په خپله نه غواړو چې جګړه ودریږي او وژل بند شي! په وژلو یواځې هلته خفه کیږو چې زموږ د کورنۍ کوم یو نيږدې څوک لکه پلار، ورور، زوی، میړه، کاکا او یا یو بل کوم وتلی شخص و وژل شي. بیا نو قیامت جوړ کړو، ټوله نړۍ ملامته کړو، اوښکې توی کړو او فېسبوکونه په ليکلو او عکسونو ډک کړو. خو دا یوه یا دوه ورځې وي، بیا دا هیر او د یوه بل د عکس په خپرولو پیل وکړو.

دوستانو خفه نه شئ، موږ انساني احساس له له لاسه ورکړی دی، زموږ په وجود کې د وژلو پر ضد د احساس هورمون مړ دی. موږ وژلو ته خوشحالیږئ او دا یو عادي او معمولي عمل ګڼو. راځئ عملا يې وګورو. په امريکا کې یو تن وژل کیږي ټول امریکایان د وژلو پر ضد راپورته کیږي او عملا ښيي چې د خلکو زور د خدای زور دی. موږ یواځې پر دې بسنه کوو چې خداي دی وبخښي او جنتونه دې ځای شي، د امین کلمه ورته قطار کړو او بيا ګورو چې (( اين ګرګ موزور و ظالم )) څوک له موږ اخلي.

تر څو چې د وژلو پر ضد زموږ احساس را ژوندی نه شي او عملا له وژلو نفرت ونه کړو دا لړۍ به همداسې روانه او موږ به په رډو رډو سترګو ورته ګورو، ځکه دښمن پر موږ رحم نه کوي تر څو چې موږ په خپله په خپل ځان او خپل ملت رحم ونه کړو. نوره نو ستاسو زړه چې وژنه ناروا ګڼي او که روا.

1 COMMENT

  1. سلام
    زه تاسره منم د یوه انسان اتسانی ارزښت او انسانیت ډیراوچت ی وایی : میازار مورې که دانه کش است که جان شیرین دارد وجان شیرین خوش است ، خلکو په ډیر کم وخت کې له انجیل سره دونالد ترمپ راوويست
    ما تا باندې نیوکه کړې وه خوزه معذرت غواړم که زموږ ټول جنرالا ن ستا په شان احساس ولری او یوازې دوه ټکی هم د خپلې ټولنې به ګټه ولیکی دا سترکمال ، اخلاق او خدمت دی . دسیاست په نوم وژنې زموږکړکیچ پای ته نه رسوی بلکې سوله ده ،رحمت او هر اړخیزه هو ښیاری او شزافت دی که څوک یی منی.لویی یوازې اویوازې له الله ج سره ښایی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب