د صفی الله محمودی او قدرنور توفيق نه د همکاری مننه
ميرګي(صرع) يو مرضي حالت دی چې پر مغز تاثیر کوي او د دوامداره حملو سبب ګرځي. د دې حملو سبب په مغز کې الکترونيکي (برقي) فعاليتونه دي چې په موقت ډول د ناروغ په رويه باندې اغيزه کوي.دوى کولی شي چې د دې نښو يو پراخ حد رامنځته کړي. ميرګي کولی شي په هر عمر کې شروع شي، معمولا په ماشومتوب کې او يا هم په هغوکسانو کې چې عمرونه يې له شپيتو کالو زيات وي شروع کيږي. ډيری وخت ټول عمر کې وي، مګر ځینې وخت کېدای شي د وخت په تيريدو سره ښه شي. د ميرګي نښې څه دي؟ داسې حمله چې د مغز يوه ساحه پکې پیدا شوې وي، او کولی شي په مختلفو لارو(طريقو) په اشخاصو تاثير وکړي. احتمالي نښې عبارت دي له: لړزيدل او نه کنټروليدونکي لړزيدل، چې یو غیر عادي تناسب نومول کيږي ناروغ پوهاوی له لاسه ورکوي، او په هر ځاې کې چې وي غورځيږي، وجود یې شخ کيږي،دحملې په محال ناروغ يو عجيب احساس لري لکه په ګيډه کې د غير معمول حالت، بوى او مزو احساس، او دپښو او بازوګانو د ستن-ستن کيدل (ګريدل)وي. دا ټول بعضې وختونه ممکن دا ټول حالات به ورباندې تير شي خو په ياد به يې نه وي دا کولی شي چې په چټکۍ سره د سخت ميرګي تشخيص وي نور داسې شرایط لکه ستړيا، ميګرن(نيم سري يا يو ډير شديد درد چې د سر په يوه خواوې.) او د ويرې حملې، کولی شي چې مشابه نښې رامنځته کړي.
ډيری وخت نشو کولی چې تاييد يې کړو تر څو چې له يو حملې څخه ډير ونه لري. دا به ستاسو له ډاکټر سره مرسته وکړي که چيرې تاسو وکولی شئ خپل د حملې په اړه په هماغه اندازه چې ممکن وي په ياد ولرئ، لکه له لاندې شيانو څخه: له حملې وروسته له حملې او د حملې په حال کې څنګه احساس کوئ . ممکن چې د ملاقات څخه مخکې د بعضې یادداښتونو ليکل له تاسو سره مرسته وکړي ځان سره يې وليکئ او ډاکټر ته یې راوړئ. الکتروانسفالوګرام په ماغزو کې د غير معمولي برقي فعاليتونو د چيک کولو لپاره استعماليږي چې کولی شي په ميرګي اخته کسانو کې پيښ شي.
الکتروانسفالوګرام د مغزو د فعاليت ثبتوونکى دى. د آزمایښت په جريان کې, واړه سینسورونه ناروغ د پوستکي په سر وصل کيږي تر څو هغه الکتريکي (برقي) سیګنالونه تولید شي کله چې د مغزو سلولونه يو بل ته پيغامونه وليږي. دغه سیګنالونه د يو ماشين په واسطه ثبت کيږي او وروسته يې يو ډاکټر ګوري چې آيا دا سیګنالونه غير معمولي دي او که نه؟
د الکتروانسفالوګرام معاینه د ناروغ په يوه لنډه ليدنه کې د شفاخانې څخه د يو ماهر متتخص ډاکټر لخوا چې ورته نيوروفيزيولوجيسټ وايي ترسره کيږي. د مغزو اسکنول کولی شي چې د داغ لرونکو مشکلاتو سره په مغزو کې کمک وکړي کوم چې کیدای شي د ميرګي(صرع)سبب شي،لکه: د مغزي تومور غير معمولي وده . مغز ته زيان، لکه هغه زيان چې د مغزي سکتې له وجې منځته راغلى وي ، اسکن يو مقناطيسي تصویر دی. دا د مقناطيسي ساحې او راډيويي وړانګو څخه په استفادې ستاسو د مغزو تصوير پيدا کوي. درملنه يې کولی شي چې د اکثره په ميرګي(صرع) اخته کسانو حملې کمې کړي او يا هم په مکلمه توګه يې ودروي. (AEDs)دوا په نوم دې ميرګي ضد دواګانو د مغز ديوې کوچنۍ برخې کوم چې د حملو سبب کيږي جراحي کول یا يوه وړه الکتريکي(برقي) ماشین چې بدن کې نصب کیږي کولی شي چې د حملو په کنټرولولو کې مرسته وکړي. همدارنګه يو خاص غذايي رژيم (کتوجينیک غذايي رژيم) چې د حملو په کنټرولولو لپاره مرسته کوي. بعضې خلک درملنې ته اړتيا لري مګر ممکن ده چې د حملو په ورکيدو سره ستاسو درملنې ته اړتیا پیدا نشي. که چيرې تاسو پوهيږى چې د څه شي له امله تاسو باندې حمله راځي نو له هغې څخه پرهيز وکړئ ممکن تاسو هيڅ درملنې ته ضرورت ونه لرئ. د خپل متخصص سره د موجوده درملنو په اړه وغږيږى ممکن چې دا تاسو لپاره مناسب وي. د ميرګي(صرع)ضد درملونه د ميرګي لپاره ډير عام استعمالوونکې درملنه ده. چې تقريباً په خلکو کې د۷۰ فیصده حملو په کنټرولولو کې مرسته کوي.
د ميرګي (صرع) په اړه په وطن کې نظريات:
په افغانستان کې د ميرګي په اړه خلک په مختلفو سيمو کې مختلف نظريات لري مثلاً د پيريانو د ميرګيانو خلاصون يوازيني لار سورت الناس سورت الفلق بولي. بعضي پدې اند دي چې ميرګي له پيريانو څخه واړه واړه دي او همدا کوچني مرګيان انسان ته ضرر رسوي. په يو وخت کې کوم کس چې ميرګې يې درلوده د حملي له وجي پر روانو اوبو کې غورځیدلې و او مړ شوی و وروسته خلکو دده له مړيني وويل چې دده په شاه کې د لاس نښه وه چې دا همدي مرګيانو وهلی.
ځيني بيا وايې چې په ميرګي د اخته شخص په ماغزو کې يو چينجی دی کله چې هغه له خپل ځايه وخوځيږي نو د حملي سبب او بیهوشه کيږي. په ميرګې يو اخته شخص بيا وايې چې دا تکليف هغه وخت راته پيداشوی چې زه عسکر وم کله چې د جنګ صحنه وه نو زه په يو زوړ قبر کې کمين کې وم نو هماغه ويرې وجه ده چې پري اخته يم. او دا هم وايې کله چې خفګان او يا هم يو بده پيښه وګورم نو حمله راباندي راځي او په ځان نپوهيږم هر ځای کې چې ولويدم.
همدارنګه ځيني بيا وايې چې دا ډيرو قوي او تاثیر لرونکو دوا ګانو اثر وي او يا د سر او غوږ د قوي ضربي خوړلو له امله شخص ورباندي اخته کيږي. د ميرګي د حملي څخه د خلاصون طريقي کله چې اخته کس باندي حمله راشي نو بوټان يا څپلۍ يې ورته پوزي ته مخکي کوي او وايې چې ددې بوي په واسطه په هوش راځي او یا هم يوه اندازه خاوره ورته پوزي ته مخکې کوي. کله چې په اخته کس حمله راشي ځيني بيا د هغه هوش ته راتلو لپاره نوموړي شخص ته ناري وهي خبري ورسره کوي همدارنګه لاسونه او پښې يې د خپل لاس په واسطه مږي چې په هوش راشي.
پیریانو دین او عقائد:
د دین او عقیدو په باب کی پیریان په تمامه معنی د انسانانو په شان دی، یهود پکی شته،شیعه ګان شته، نصاری شته، هندوان شته، او کوم چی مسلمانان دی په هغی کی هم بدعتیان،او دغه شان پکی ګنهګار او نیکان شته ځکه قران کی الله تعالی دپیریانو خبره نقل کړی ده( وَأَنَّا مِنَّا ٱلصَّـٰلِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَۖ كُنَّا طَرَآئِقَ قِدَدٗا) په مونږ کی نیکان او بدان شته، وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ) په مونږ کی مسلمانان او غیر مسلمانان شته.
خوسوال دادی چی ایا مسلمانان پیریان به جنت ته ځی؟
پدی خبره خو اتفاق دی چی کافر او مشرکان پیریان به جهنم ته ځی خو دمومنانو پیریانوباره کی اختلاف دی چی دوی به جنت ته ځی او که نه؟
د ډیرو علماوو قول دادی چی مومنان پیریان جنت ته ځی.
امام مالک وای چی دجنت غاړو کی به ګرځی.
او چا ویلی دی چی د اعراف واله به پیریان وی.
خو دا ټول خبری بی دلیله دی صحی خبره دا ده چی مومنان پیریان به جنت ته ځی لکه قران کی الله تعالی فرمایی:(ولمن خاف مقام ربه جنتان فبای الاء ربکما تکذبان) الله تعالی په (ثقلین) انسانانو او پیریانو باندی احسان کوی چی د دوی نیکان به جنت ته بوځی او بدبختان به یی جهنم ته بو ځی .
اوحدیث کی راځی رسول الله صلی الله علیه وسلم چی کله سورة رحمن پیریانو ته لوسته نو د(فبای الاء ربکما تکذبان) په جواب کی هغوی وویل( لا بشئ من نعمک ربنا نکذب ولک الحمد) ستا په هیڅ نعمت مونږ تکذیب نکوو او ستا لپاره حمد ثناء وایو.
پيریان او میرګی دواړه جدا موضوعګانې دې خو دا چی زمونږ په ټولنه کی دواړه په یوه پړې تړی دا نو بیا بیله خبره ده
مسلمانان په دې عقیده دې چې پيریان وجود لری شتون یی په قران او احادیثو ثابت دی ، او د پيریانو په شتون کی شک نشته په اشخاصو کینې هغوی تر خپل تاثیر لاندې راولې چی شتون په اړه یی مکمل صورت نازل سوې ، پيريان د ښځو مکر بلل کيده خو اوس زه ډير نارينه وينم چې پيريان يي نيسې؟؟
د پیریانو د راتلو قسمونه:
1- په انسان کله پیریان رازی او ټول بدن یی نیسی او دی قسم ته (مس کلی) وایی
2- کله په یو اندام باندی کینی چی دهغی له امله دغه اندام درد کوی او دی قسم ته (مس جزوی ) وایی.
3- کله دانسان بدن کی شیطانان ډیر وخت تیروی او دیته (مس دایم) وای.
4- او کله یوه معمولی شان جټکه په انسان رازی بیا خه شی دیته قسم ته (مس طایف) وای
خو کله چی انسان د خوب(ویده کیدو) نه مخکی اودس وکړی او دالله تعالی ذکر وکړی نو د دی ټولو قسمونو نه بچ کیدیشی.
څوک وایې ،،چې کله د پادري واک وو نو انګرېزانو کې هم ډېر پیریان وو. او د علاج به پادریانو کوو. اوس یې ملایان کوي،،؟
پېريان(جنیات) هغه ژوندي موجودات دي چې په سترګو نه ښکاري الله ج په قران کې فرمايلي و ما خلقت الجن والانس اليا ليعبودون فرمايي چې ما جنیات او انسانان د خپل عبادت دپاره پيدا کړي نو څرنګه چې قران کريم د الله کتاب ده او مونږ پرې ايمان او يقين لرو نو مطلب جنیات هم اوجود لري تېرېدو سره د انسان دماغ د کمزورۍ يا د کمېدو په حالت اخته کيږي پخوا يا پدې اوس زمانه کې د پوهې د کموالې له وجې کله به چې د مېرګيانو مرض يو چا لرو هغه خو پرې نه پوهېدل بس د پېريانو خطاب به يې ورته کوو.
خلک وایې پيريان خبرې کوي خوږې کيسې او مرکې کوي، پيريان انسان مې ليدلی چې د نړۍ په بله ژبه روان غږيږي، عيب وايي، رازونه وايي، د راتلونکي په هکله خبرې کوې د تېر وخت په اړه اما ميرګيان دا يو خاصيت هم نه لري.
په ۱۲ پیړۍ
په انسان باندی د پیریانو د راتلو اسباب
شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله فرمایلی دی چی په انسان باندی د پیریانو راتلل کله دشهوت،عشق او خواهشاتو له وجی وی لکه څرنګه چی دغه کار دانسانانو په ما بین کی هم واقع کیږی، او کله د تکلیف دوجی نه وی لکه انسان ګرمی اوبه توی کړی هغه په پیری باندی ولګی، یا پری تشی بولی وکړی، یا ځنی پیریانو ته نور تکلیف ورکړی، یایی قتل کړی نو پدغی وخت کی بیا پیریان انتقامی کاروای کوی، او کله داسی هم کیږی چی بغیر دکوم سبب نه په انسان رازی ځکه پیریان ډیر ظالمان دی.
که دپیریانو راتلل داولنی قسم نه وی نو د الله تعالی په وړاندی پیریان مجرمان دی او الله تعالی به ورته سزاء ورکوی ځکه عشق او شهوت پوره کول یو فاحش کار دی چی الله تعالی په انسانانو او پیریان حرام کړی دی، او که انسان پیری ته کوم ضرر ورسوی نو انسان مجرم نه ګڼل کیږی ځکه انسان پیریان نه وینی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دعبد الله بن مسعود نه پوښتنه وکړه چی دهغه په غوږ کی دی څه شی ولوست؟ عبد الله بن مسعود وویل: دا ایات( افحسبتم انما خلقناکم عبثا وانکم الینا لا ترجعون) سورة مومنون 115 دسورة تر اخر پوری. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل که یو سړی دغه ایات په غره باندی دغره دزایله کیدلو لپاره وای نو غر به ویلی شی. دا حدیث به مجمع الزواید کی راغلی دی خو په سند کی ابن لهیعه په نامه یو راوی دی چی هغه ضعیف دی او نور راویان یی ثقه دی.او داهل سنت والجماعت لوی امامانو دمریض انسان نه پیریان ویستلی دی لکه دغه واقعه امامام احمد بن حنبل او امام ابن تیمیة رحمهما الله نه نقل ده چی هغوی به هغه مریض دمولو چی پیریان به پری ناست وو.
د برتانیې د اپلیپسی اتحادیه لیکې چې په اکثرو مذهبی ټولڼو کې لکه عیسویت، هندویزم، سیک، او مسلمانانو کې داعقایدشته چې دا يو ډول چټله ارواح، شیطانې ارواح، جن یا پیریان دې چې د انسان په وجود کې ده.
سیکهان دا عقیده لرې چې په تیر شوې ژوند کې دوې کوم ناوړه عمل تر سره کړی و او په دې ژوند کې ورته سزا ورکول کیږې.
عیسویانو په منځنۍ پیړۍ کې دا عقیده درلوده چې د ناروغ په وجود کې د شیطان روح ننوتې ده او دوې به ناروغ ته سخته شکنجه ورکوله حتی چې کله به ناروغ مړ هم شو.
هندوان دا عقیده لرې چې دا کرما یا د کوم بد عمل سزا ده چې دغه په اپلیپسی مصاب کس یې ګورې، او اکثراً پاکستانیان چې په برتانیه کې اوسیږې درمل نه اخلې او د پیر او مرشد نه تعویذ راغواړې. او ځینې خلک وایې چې دا دخدای له طرفه عذاب دی.
https://youtu.be/dfm2meah6HY