Homeخبرونهفاریاب کې مار لپاره بل کړي اور د غنمو ۱۵ هکټاره کرونده...

فاریاب کې مار لپاره بل کړي اور د غنمو ۱۵ هکټاره کرونده سېځلې

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: د فارياب ولایت پوليس وايي، تېر مازیګر دغه ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د کروندګرو د بې پامۍ له امله په ۱۵ هکتاره ځمکه د غنمو کروندو اور اخیستی او سوځېدلې دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش وایي، د خواجه سبزپوش لوړ کوتل سیمه کې یو بزګر اور بل کړی او د بې احتیاطۍ له کبله یې ترې نږدې کروندو ته سرایت کړی دی: (( یو بزګر د مار لپاره په خپل پټي کې اور بل کړی او بیا اور له کنټروله وتلی دی)).

د نوموړي په خبره د اور له کبله نږدې و چې ۵۰ هکټاره غنم وسوځي خو وروسته چې د اور وژنې عمله سیمې ته ور ورسیده، اور یې قابو کړی دی او د لوی زیان مخه یې نیولې.

نوموړی وایي، د اور وژنې د عملې له هڅو سره سره بیا هم له ۱۰ تر ۱۵ هکټارو پورې ځمکه باندې کرلی د غنمو فصل سوځېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...