Homeخبرونهروسيې افغانستان ته د کورونا د تشخیص ۵ زره کېټونه ورکړل

روسيې افغانستان ته د کورونا د تشخیص ۵ زره کېټونه ورکړل

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، د روسیې له لوري افغانستان سره ۵ زره د کورونا د تشخیصیه کیټونو مرسته وشوه.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل وايي، دغه مرسته په کابل کې د روسیې د سفیر دیمتري ژرنوف له‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوې ده.

د نورمل په خبره، د روسیې له لوري مرسته شوي روغتیايي توکي به د کابل په ګډون نورو ولایتونو ته هم ولېږل شي او د کورونا په مخنیوي کې به ترې ګټه پورته کړای شي.

له دې وړاندې د نړۍ ګڼو هېوادونو له افغان حکومت سره د کورونا په مخنیوي کې د مالي مرستې تر څنګ د ګڼو روغتیايي توکو مرستې هم کړي دي.

تراوسه له افغان حکومت سره د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو له لوري ۹۴۰مېلیونه امریکايي ډالر مرسته شوې او سلګونه ټنه د روغتیايي توکو مرسته د چین، متحده عربي اماراتو، روسیې او نورو هېوادونو له لوري شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...