دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهدرانی: ننګرهار کې د محرقې نښې لرونکي ناروغان ټول کورونا دي

درانی: ننګرهار کې د محرقې نښې لرونکي ناروغان ټول کورونا دي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وايي، په ننګرهار کې ډېری د محرقې ناروغان د کورونا نښې لري او دغه ډول ناروغان باید خپلې روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي په جلال اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، د محرقې زياتره ناروغان د کورونا نښې لري او بايد عادي چلند ورسره ونه شي: ((ننګرهار کې د کورونا خطر زيات دی، هغه ناروغان چې کورنۍ يې په محرقې اخته شوې، کورونا دي، د محرقې په نوم بايد غلط نه کړای شي او سم تشخيص او درملنه يې باید ترسره شي.))

د دراني په خبره، که ولس همکاري ونه کړي نو د کورونا خطر دومره زيات دی چې يوه فاجعه رامنځته کولی شي.

ده وویل، ننګرهار ته له کورونا سره د مبارزې لپاره ۱۵۰ مېليونه افغانۍ رالېږل شوي خو هغه اوازې يې رد کړې چې ګواکې پر کورونا اخته کس او له کورونا مړ شوي کس کورنۍ ته پيسې ورکول کېږي.

دی وايي، د کورونا مبارزې لپاره تر هرات وروسته ننګرهار دويم ولايت و چې د تشخيص مرکز پکې جوړ او دغه راز پکې ۲۳۰ بستريز د تجريد روغتون پرانیستل شو.

نوموړي په ننګرهار کې د شته امکاناتو په اړه وویل، همدا اوس په تجريدي روغتون کې ۶۸تنه، په ګرځنده ډلو کې ۳۰ تنه، د IOM په همکارۍ ۱۵تنه، د UNDP په همکارۍ دوه ګرځنده ډلې او د يونيسف ادارې په ملاتړ ۴۲ تنه د کورونا د مخنيوي، تشخيص، درملنې او عامه پوهاوي برخه کې کار کوي.

په ننګرهار کې له کورونا ناروغۍ سره د مبارزې رئيس اسماعيل ستانکزي هم وویل، چې تر اوسه د تجريد په روغتون کې ۲۶۹ تنه بستر شوي چې له ډلې يې ۲۹ بېرته روغ شوي او شل تنه يې مړه شوي دي: ((په ننګرهار کې په ټولیز ډول د ۱۵۵۹ کسانو سمپلونه کتل شوي، چې له ډلې ۸۳۵مثبتې پېښې وې او ۳۶۲یې منفي وې.))

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې د کورونا د مخنیوي لپاره ۱۱۰زره ماسکونو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده او ټولو هټیوالو ته یې سپارښتنه کړې، چې ماسکونه وکاروي او د کورونا د مخنیوي لارې چارې عملي کړي.

1 COMMENT

  1. سلامونه او نیکې هیلې,
    د خواشينۍ سره د جلال آباد په ښار کښې او د هغه په شاوخوا کلیو او بانډو کښې چې زمونږ عزیزان ژوند کوي او کوم چا سره مې چې تیلیفوني اړیکه نیولې ده په هره کور کښې کم تر کمه دوه کسان په کرونا اخته دي. د ننګرهار ډاکتران هغوی ته د محرقې تشخیص کوي او درمل ورکوي. اما دا یوه لویه تېروتنه ده.
    خو ښه خبر او زیری دا دی چې زما د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان چې د کرونا پر ویروس باندې مصاب شوي ول او سخته ناروغي او تکلیف یې وګالل اوس ښه شوي دي او د رغېدلو په حالت کښې دي. د دوی غوڅ اکثریت د روژې په پای کښې ناروغ شوی وو او د اختر ورځې یې په بسترو او په کټونو کښې تېر کړل.
    ددې سره په جرات سره ویلای شم چې په ننګرهار کښې په لکونو خلک په کرونا اخته شوي دي او دا شمېره د هیواد په کچه میلیونونو ته رسېږي. د دولت ارقام کره نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب