که هر څه رانه وژنې خیال او فکر مو مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی.
هر ټکه چې راولیږي د افغان انسان په سر برابریږي، او ددنیا په سر چې غم دی افغان انسان ته رسېدلی او ترې برخمن دی. کاشکي زموږ په وطن کې یوه ستونزه وای په ټولو به مو یې یو غم خوړلای وای خو ډير افسوس چې داسې نه ده، موږ که له یوې خوا له لوږې ځوریږو له بلې خوا مو کرونا ځپي او له بلې خوا مو په وطن توره شپه راغلې ده. خو الفت صیب بیا هسې نه وایي چې: دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا،، سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی. موږ به تل هیله من اوسو کوندې وي چې یوه ورځ په افغان وطن باندې د سولې او آرامۍ لمر څرک ووهي. دا خبرې ټولې له درده او له غمه رانه لیکل کیږي نن د افغان وطن آسمان خپه دی نن ددې وطن غرونو ژړلي نن د یتمانو او کوڼدو سترګې له ژړا غمه او درده بیا سرې شوې دي. نن د افغان وطن یو ډير لوی عالم د پوهنتون استاد او په ټوله کې یوه لویه علمي هستي له منځه وړل شوې ده. دا پیښه تیره ورځ ماښام مهال د وزیر محمد اکبرخان په جامع جومات کې رامنځ شوې او د ډيرو همراز او دلدار مولوي صاحب محمد ایاز نیازی له خپلو ملګرو سره یو ځای په جومات کې په شهادت رسول شوي دي.زه خپله پدې ورځو له یو رنځه ګړیږم او نور چندان حوصله هم نه ده راپاتې چې خبر او ټلویزیون واورم ځکه زموږ ټول خبرونه په وینو سره دي او پدې وطن کې اکثریت رسنۍ د وینو خبر ته داسې خوشحاله وي لکه کوچنیان چې اختر ته خوشحاله کیږي. ډيرې کمې رسنۍ دي چې ددې وطن عزت ورته ګران دی او ملي ګټې یې په پام کې نیسي نور نو د پردیو ګټو ته څنې غورځوي. خیر ددې ټولو قضاوت به یو وخت تاریخ وکړي چې چا څه وکړل هغوي چې د بل په لمسون ددې وطن د منافعو ضد کارونه او نشرات وکړل څیرې به یې هم یو وخت خدای دې ولس او راتلوونکو نسلونو ته بربنډې کړي. سهار مې چانسي راډيو چالانه کړه چې د بي بي راډيو دري سرویس کې یې وویل:در یک حمله بر مسجد جامع وزیر محمد اکبر خان در قلب کابل جان مولوی محمد ایاز نیازی خطیب این مسجد را ګرفت……… ددې خبر په اورېدو سره سترګو او اوښکو خپل کار وکړ او په دې سره زړه څه قرار او ناقرار شو. اوس دلته یو کمپیوټر په لاس راغی او د مولوي صیب د غم او جدایۍ وروستۍ کرښې لیکم تر څو دلته خوندي او ثبت شي. مولوي صیب نیازی ددې وطن او ممبر د عزت او ویاړ څلی او رسا غږ وو خدای ج د جنتونه ورکړي نشتون یې ډير سخت دی پر هغه د موږ دیني مجلسونه ښکلي او نوراني وو. یو وخت کې چې د مولوي صاحب ریحان د شهادت خبر راورسېد سلګۍ مې وکړې ډير خواشینی شوم په همغه کړۍ په مولوي صیب نیازي باندې وډار شوم او په خدای قسم چې رښتیا وایم همغه کړۍ مې زړه کې تیر شول چې مولوي محمد ایاز نیازی به درپرینږدي. یوه ورځ په ملي ټلویزون کې له یوې سپینې کرولا را ښکته شو ما سلام ورته وکړ ده په ډیر ورین تندي او په خوږه پښتو جواب راکړ یو ځل مې زړه راټول کړ چې ورته ووایه چې خیر مولوي صیب لږ احتیاط به کوې او د ځان ساتنې تدابیر به نیسې بیا مې زړه ونه کړ ما ویل اوس به نیازی صیب وایي چې ته دې ځوان ته وګوره موږ له مرګه ډاروي په داسې حال کې باایمانه او وطن دوسته خلک کله هم له مرګ څخه نه دي ډار شوي او تل یې د حق ناره په پوره جرئت جګه کړې ده چې مولوي صاحب ریحان او مولوي صاحب نیازی او د وطن ځينې نور عالمان یې ښه ثبوتونه دي.
زموږ غم او درد مشترک دی ، زه په پښتو خبرې کوم او د افغانستان د لویدیځ اوسېدونکی یم او مولوي صیب محمد ایاز نیازی بیا د ګران وطن د بدخشان اوسېدونکی وو مورنۍ ژبه یې هم دري وه نه زما د کلي وو نه هم د ولایت مګر پوهیږۍ نن مې ولې سترګې له اوښکې ورپسې ډنډ دي ځکه چې د افغان وطن د ښیرازۍ ارمانجن وو هغه تنها ددین عالم نه وو هغه ددین تر څنګ د خلکو خیر و ښیګڼې ته هم خپل قیمتي وخت وقف کړي وو ، غم یې خورا دروند دی شاعر وایي: خدایه دا د څه راوکړه چې یو نر د راپرېنښود، هر کمره ته چې تکیه شو لکه شګه رانړیږي.
خدای پاک دې د مولوي صاحب محمد ایاز نیازي مرګ و غم ددې وطن وروستی غم او درد کړي او لوی الله دې پر افغان ځمکه نور کراري حاکمه وګرځوي ځکه دا ملت ته نور په والله که د نورو غمونو زغم ورپاتې وي خدای ج د خپل رحم او کرم وکړي. انا الله وانا الیه راجعون.
محمد عارف حقمل. کابل افغانستان
انا لله و انا الیه راجعون. الله (ج) یی د جنع فردوس نصیب کړي سخت پرې ودردیدم نه تنها زما لپاره، زما د وطن لپاره بلکه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو روښانه سوتوری وء چې له اسمان څخه راپریوت او دا پاني نړۍ یې له روښانایی څخه محرومه شوه. افسوس په د ملت او په داسې اشخاصو چې دین او دنیا دواړه خراب کړي.
ټیټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه کړه زه په دې افتاده ګۍ کې لوی کړنګ یم.
خدای د هغه وخت راولي چې قاتل یې پيدا او اسلامي قانو پرې تطبیق شي.