دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کندوز او قلعه ذال امنیه قومندانان له کورونا مړه شول

د کندوز او قلعه ذال امنیه قومندانان له کورونا مړه شول

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د کندوز امنیه قومندان له څو ورځو راهیسې د کورونا په ناروغۍ اخته او تېره شپه یې له دغې نارغۍ ساه ورکړې ده.

د وزارت د ویندوی دفتر تاند ته وویل، ښاغلی عبدالرشید بشیر په کابل کې تر صحي مراقبت لاندې و ، خو ناروغي یې له کنټروله ووته او تېره شپه ناوخته یې ساه ورکړې ده.

بلخوا د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي هم تاند ته ویلي چې مل پاسوال عبدالرشید بشیر لس ورځې وړاندې کابل ته د ناروغۍ له کبله رسول شوی و خو تېره شپه یې ساه ورکړې ده.

نوموړی د دې تر څنګ له کورونا څخه د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ د امنیه قومندان د مړینې خبر هم ورکړی دی.

نموړی وايي، فهیم قرلق نن سهار د کندوز د سپین زر روغتون کې له کورونا ناروغۍ څخه ومړ

 تر دې وړاندې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالودود مجاهد هم د کورونا له کبله مړ شوی و.

 که څه هم امریکايي رسنیو په هېود کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ۵۰ سلنه کورونا خپرېدو خبره کړې وه، خو افغان امنیتي او دفاعي بنسټونو دغه راپور په کلکه رد کړی دی.

 د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه وايي، په امنیتي او دفاعي لیکو کې يې  د کورونا د مخنیوي تدابیرو تر څنګ د سرتېرو د تجرید مرکزونه هم فعال کړي دي او هر ډول بدو شرایطو ته چمتووالی لري.

 د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول هېواد کې ۱۶ زره ۵۰۹ تنه په کورونا یا کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته دي، چې له دې منځه ۲۷۰ تنه مړه شوي دي.

1 COMMENT

  1. د کرونا د مخنیوي بنسټیز شرط احتیاط دی. په کور کېنئ او فکر مکوئ چې ځه ما خو نه نیسي. پرون یې د مزارشریف په ښار کې زمونږ خوږ دوست او ملګری (بصیر -ګران) د مرحوم حاجي ابراهیم ګران زوی د سترګو په رپ کې د دې فاني دنیا څخه رخصت کړ. روح دې ښاد وي. لطفآ احتیاط وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب