شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد سیدکرم نوی امنیه قومندان له دندې پیلولو ۵ ساعته وروسته ماین...

د سیدکرم نوی امنیه قومندان له دندې پیلولو ۵ ساعته وروسته ماین واخیست

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي چې د دغې ولایت د سیدکرم ولسوالۍ نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان همایون همت د یوې چاودنې په ترڅ کې له خپلو څو تنو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

د سیدکرم ولسوال شریف کلیوال وایي چې پیښه وروسته تر هغه رامنځته شوه، کله چې قومندان غوښتل د یوې محاصره شوې پوستې کومک ته ورشي، خو په لاره کې پرې د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چاودنه د چینو سیمه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یې د امنیه قوماندان همایون همت په ګډون د هغه درې ۳ پولیس وژل شوي او څلور نور پولیس ژوبل شوي دي.

د کلیوال په وینا، همايون همت پرون مازيګر د سيدکرم ولسوالۍ امنيه قومندان ټاکل شوى و او له دندې ۵ ساعته وروسته ووژل شو.

1 COMMENT

  1. الله ج د رحم په وکړی،دا چه پوسته محاصره وی،نو د محاصری له نوم څخه معلومیږی چه سړک هم د ماینونو څخه ډک دی.
    امنیتی پرسونل په خپل لاس ځان مرګ خوله ته اچوی، د پوسته محاصری لپاره سل تیکتیکونه نور هم شته.نه دا چه په سړک ور روان وی ،
    الله ج سوله راوالی،مسلمانان او افغانان د امریکا او د پنجاب د لاسه تباه شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب