پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهلویه څارنوالي: د جمهوریت روغتون ۵ مسوولانو دوسیې را استول شوې دي

لویه څارنوالي: د جمهوریت روغتون ۵ مسوولانو دوسیې را استول شوې دي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: لویه څارنوالي وايي، د جمهوریت روغتون پنځه چارواکي د اداري فساد او اختلاس په تور ورپېژندل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، د جمهوریت روغتون پنځه چارواکي او ځینې مسوولان د اداري فساد په تور ورپېژندل شوي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده.

نوموړی له تاند سره په خبرو کې مني چې د جمهوریت روغتون رئیس او د دغه روغتون ځينې کارکوونکي د عامې روغتیا وزارت له خوا د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي او دوسیه یې د لویې څارنوالۍ تر څېړنې او تحقیق لاندې ده: (( د جمهوریت روغتون رئیس محمد الله علیشینګي، اداري مدیر امین الله عمرخېل، د خدمتونو مدیر بشیر احمد، د دغه روغتون د یوې برخې مدیر سردار محمد لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.))

بلخوا ویل کیږي چې دا کسان فیروز الدین فیروز څارنوالۍ ته معرفي کړي وو خو رییس یې د عامې روغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل، د جمهوریت روغتون پخوانی رئیس یو ځل بیا د دغه روغتون چارسمبالی رئیس ټاکلی دی.

تاند ته یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د عامې روغتیا پخواني وزیر د جمهوریت روغتون رئیس او څلور تنه نور چارواکي د دغه روغتون د تېلو د اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي وو او د دغه روغتون سرطبیب یې د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.

سندونه د دې ښودنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۲ کال څخه د ۱۳۹۸ کال تر پایه د جمهوریت روغتون د مرکز ګرمیو د تېلو د لګښت د څرنګوالي په اړه پلاوی وګوماره او د دغه پلاوي له څېړنو وروسته د عامې روغتیا وزارت پخواني وزیر فېروز الدین فېروز، د جمهوریت روغتون رئیس محمد الله علیشینګي، اداري مدیر امین الله عمر خېل، د خدمتونو مدیر بشیر احمد، د دغه روغتون د یوې برخې مدیر سردار محمد لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي او لیکلي دي چې د دغې مسئلې تر روښانه کېدو یې حاضرۍ په عامې روغتیا وزارت کې لاسلیک کړئ.

خو دا چې د اداري فساد په تور ګوښه شوی رئیس څنګه بیا سرپرست ټاکل کېږي، په اړه یې پوښتنې راپورته شوې دي.

1 COMMENT

  1. بشير نورمل په صحت عامه کی هغه يوازینی شخص دی چې له فساده پاک او له هیڅ چا سره د فساد لار نه نیسي!
    یوازی تور لګول دا معنی نه لری چی علیشنګی محکوم دی. د محکمی له فیصلی د مخه تورن مبرا دی! او د عادی شخص حق لری!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! د بشیر نورمل خدمات تر یو وزیر ډیر دی. بشیر نورمل له هر ډول تبعیض مبرا شخص دی. نوموړی د فیروز استاد او په وزارت کط تر تولو معزز شخص دی. زه ورته له خدایه د ډیر عمر او لا زیاتو خدمتونو هیله لرم!
    بشیر نورمل هغه شخص دی چی د دیو معین او ریس په صفت نه بلکه د خبلو همکارانو د پلار حیثیت یې ساتلی. دبشیر نورمل خدمات د وزارت د ظرفیت لوړولو د پاره د طالبانو په وخت کې د ارواښاد پوهاند غضنفر تر رهبری لاندی یې وزارت په علمی ظرفیتونو سمبال کړ او کله یې هم چاته چاپلوسي و نه کړه او په حلاله با افتخاره ژوند وکړ!
    په نورمل پسې مه غږیږئ. خدای داسې خلک ډیر کړي
    خدای دی یې راته ډیر ژوندی لري!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب