سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهویون: افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستانیان...

ویون: افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستانیان هم جنګېږي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۱۴مه: ویون انګلیسي ویبپاڼې د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې ویلي، چې دا مهال د طالبانو تر چتر لاندې به افغانستان کې ۶ نیم زره پاکستاني جنګیالي ژوند کوي چې زر تنه یې یې په جیش محمد او لشکر طیبې پورې تړلي دي.

راپور وايي، د القاعده په څېر جیش محمد او لشکر طیبه هم د طالبانو لوی همکاران دي.

ویون اژانسد ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تخنیکي ارزونې د کلني راپور په اساس لیکلي، جیش محمد او لشکر طیبه افغانستان ته  بهرنیو ترهګرو په لېږدولو کې له طالبانو سره مرسته کوي او د اسانچارو دنده ترسره کوي: (( دغه ترهګر بیا په افغانستان کې د طالبانو د روزنې، ټریننګ، د چاودیدونکو موادو د متخصصینو په توګه کار کوي.))

ویون اژانس زیاتوي لشکر طیبه او جیش محمد د افغانستان په مهمندره، دوربابا او شیرزادو کې اډې لري او پهکونړ کې هم لشکر طیبې د ۲۲۰ وسله والو یو کمپ اجولی دی او  ۳۰ تنه یې تل د طالبانو په لیکو کې ګرځي: (( هغه پاکستانیان چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو په چوکاټ کې جنګيږي، شمیر یې ۶ نیم زرو ته رسېږي.))

راپور وايي، دغه ترهګر نه یوازې په افغانستان کې وسله وال بریدونه کوي بلکې د مخدره توکو قاچاق هم کوي او په دې سربیره کانونه په غیر رسمي ډول استخراجوي او کراچۍ ته یې د تصفیې لپاره استوي چې هلته بیا د پاکستاني محصولاتو په نوم پلورل کېږي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې تېره ورځ تاند له القاعده سره د طالبانو او حقاني شبکې د ژورو اړیکو برخه روښانه کړې وه.

که څه هم طالبانو دا راپور له امریکا سره د دوی د سولې د هوکړې ناکامولو هڅه بللې وه خو په بدخشان او ګڼو سیمو کې د طالبانو تر سیوري لاندې د القاعدې او نورو ډلو ویډیوګانو ښودلې چې دغه ډلې لا هم نړیوال ترهګریز پروګرامونه په ګډه سره مخته بیايي.

1 COMMENT

  1. ټول افغان ولس او د وخت حکومتونو نړیوالو ته غږ رسولی چی په افغانستان کی د هری جنګی ډلی ټپلی تر شاه د دوی پوځ او استخباراتو او د دوی په لاس جوړی شوی پاکستان جنګی ډلو ملتیا او همکاری ده نو چی نړیوال، ملګری ملتونه او امنیت شورا یی نه منی افغان ولس او افغان دولت نور څه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب