سه شنبه, جولای 2, 2024
Homeخبرونهایران ۹۲ پاکستانیان له نیولو وروسته پاکستان ته وسپارل

ایران ۹۲ پاکستانیان له نیولو وروسته پاکستان ته وسپارل

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د غبرګولي، جوزا  ۱۴  مه  ۱۳۹۹

د پاکستان او ايران پر ګډه پوله ايراني سرحدي چارواکو هغه ۹۲ تنه پاکستانیان د پاکستان لېويزپوليسو ته سپارلي، چې د تېرو دوو مياشتو په موده کې د ايراني سرحدي ځواکونو له  لوري نيول شوي وو.

ياد کسان په ناقانونه توګه  ايران ته اوښتي وو.

د چارشنبې په ورځد ایران او پاکستان ترمنځ  د تفتان په بندر کې د لېويز پوليسو چارواکو وویل چې نيول شوي د تفتان له  لارې ايران ته اوښتي او دوی د سفر کولو قانوني اسناد نه درلودل، ځکه نو د سرحدي ځواکونو له لوري په تېرو څو اوونيو کې نيول شوي او زندان ته لېږل شوي وو.

چارواکو زياته کړې، نيول شوي د زيارت کولو په پلمه ايران ته په داسي حال کې تللي چې د کورونا د خپرېدو له امله پر پوله پر تګ راتګ بنديز لګول شوی و.

په نيول شويو کې اته تنه چې د بلوچستان دي، قرنطين شوي او پاتي نور د هيواد نورو ايالتونو ته استول شوي، څو هلته قرنطین او بيا وروسته خپلو کورونو ته ولېږل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې ایران پر پوله ناقانونه نيول شوي کسان پاکستان ته سپاري، بلکې تر دې وړاندې هم يو شمېر کسان د پاکستان سرحدي چارواکو ته سپارل شوي دي.

پاکستان له ګاونډي هيواد ايران سره په بلوچستان ايالت کې شاوخوا نهه سوه کيلوميتره ګډه پوله لري او دغه پوله قاچاقبران د ناقانون اوښتو لپاره کاروي.

د پاکستان د تحقيقاتو مرکزي اداره اېف ای اې هرکال زرګونه داسي کسان نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري، چې غواړي په ناقانونه توګه د ايران له لارې اروپايي هيوادونو ته سفر وکړي. په  ناقانونه توګه  تلونکي زياتره کسان د پنجاب ايالت اوسېدونکي وي .  خو يو شمېر افغانان هم  وي چې دغه لاره کاروي. د حکومت له لوري په  پنجاب ايالت کې د تلونکو قاچاقبران او مرسته کوونکي هم نيول کېږي. په سرحدي سيمو چاغي، تربت او تفتان کې د لارې په اوږدو کې د لېويز پوليسو او سرحدي ملېشو پوستې جوړي شوې څو په ناقانونه توګه د تلونکو مخه ډب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب