Home+څوشعرونه، څویادونه څوکرلي تخمونه

څوشعرونه، څویادونه څوکرلي تخمونه

پوهندوی آصف بهاند

څوشعرونه، څویادونه

څوکرلي تخمونه

(د مطیع‌الله تراب لومړی‌تلین)

تراب د جگړو، مهاجرتونو، ناخوالو او رنگارنگ بدلونونو په توفانونو کې رالوی شوی، له دې ټولو پېښو په ژوره توگه متأثر شوی، د خپلې‌ټولنې دغه ټولې پېښې یې د خپل ذهن په لابراتوار کې بیا ـ بیا مطالعه کړې دي، له خپلو تجربو سره یې یوځای کړې دي او پایله یې د شعر په قالب کې بېرته خپلې ټولنې او مخاطبینو ته وړاندې کړې ده، د همدې له‌پاره د تراب شعر د خلکو او ټولنې د عیني واقعیتونو او غوښتنو رڼه هنداره گڼلای شو. د تراب شاعري د هغو خلکو پرذهن او فکر سخت گوزار دی چې هغوی شعر یوازې د گل و بلبل، زلف و کاکل، خط و خال خبرې گڼي.

                                                                                                    (آصف بهاند)

مـذهـب، پـښتـو او خـاوره یې دوکـړې ده لانـورهـم

پـراتــه مــو پـه لستـوڼـو کـې مــاران وي، لـکـه تـه

رودلـې یـې دا خـــاوره لـکـه اوبــه لـکـه شـوده دي

خـوبـیـاهـم د دې خـاورې دوښـمـنـان وي، لـکـه تـه

زمـا پـښـتـون ارمـان لـکـه لـوټ‌شـوی جـنگـلک دی

کـابـلـه زمــا بــه هــم داسـې داسـتـان وي، لـکـه تـه

حجره به وي، یاران به وي، خـو زه به په‌کې نـه وم

سـمـسـور بــه دا تـمـام افـغـانـستـان وي، لــکــه تــه

نـه زمــا لـوپـټـه نــوې شــوه، نـه ستـا‌څــادر تـرابـه

څـوک مـاتــه لاجـوابـه دي، څـوک تـا تـه، لـکـه تـه

*****

ټــول بـــه ویـــده نــه‌وئ، یــو څــوک بــه درکـې ویـښ پـايي

وخــت بـــه راځـي چـې زه بـــه نـــه یـــم او تـاریـخ بـه وايي

څـنـگــه یـې خــوري هـغـه خـواړه ـ بـیا ورتـه زهــر دې شي

څوک چې دې ملک ته جنگ راوړي، د خدای په قهر دې شي

(مطیع‌الله تراب)

د افغانستان په اوسنیو ادبیاتو کې د ملي فکر خاوند، ډېر مطرح او پېژندل شوی شاعر مطیع‌الله تراب د نه شتون یوکال پوره شو. د ښاغلی تراب د شاعرۍ څپانده سین د ۲۰۲۵ ام کال د جولای پر څوار‌لسمه ناڅاپه ودرید، خپله‌کورنۍ خپل‌هېوادوال او خپل‌مینه‌وال یې یوازې پرېښودل.

د تراب لوی میراث له ده نه راپاتې شعرونه او په دې شعرونو کې د ده فکرونه دي. زه د ده شعرونو ته د شنې کروندې تخم وایم او ده په خپل خاص غږ او ادا سره، د خپلو شعرونو په کرونده کې د خپلو فکرونو دا تخمونه وکرل:

ــ د وطن پالنې تخم،

ــ د ملي‌احساس تخم،

ــ د وطن د مالکیت تخم،

ــ د نوي‌نسل د راویښولو او روزلو تخم…

د تراب کرلو تخمونو اوس هم سراوچت کړی دی، خو زه ډاډه یم چې دا کرونده به نوره هم شنه او سمسوره شي، پاخه فصلونه به یې همدا او راتلونکي نسلونه ریبي او دا فصلونه څومره چې وریبل شي، بیا، بیا به سرجگوي او نورو نسلونو ته به حاصل ورکوي.

زما له نظره تراب د خپلې زمانې یو بې‌ساری او هوښیار ښوونکی و چې د خلکو، په تېره نوي‌نسل په پوهولو او راویښولو کې یې داسې څه وکړل او وویل چې بل چا نه ویلي دي او نه یې کړي دي. دومره اورېدونکي او لیدونکي چې تراب لري، بل کوم شاعر یې نه لري.

د بغاوت د روحې لرلو او په نوي نسل کې د وطن پالنې تخم، د ملي‌احساس تخم، د وطن د مالکیت د احساس تخم او د نوي‌نسل د راویښولو تخم د کرلو په وجه یې زه قهرمان گڼم.

تراب د جگړو، مهاجرتونو، ناخوالو او رنگارنگ بدلونونو په توفانونو کې رالوی شوی، له دې ټولو پېښو په ژوره توگه متأثر شوی، د خپلې‌ټولنې دغه ټولې پېښې یې د خپل ذهن په لابراتوار کې بیا ـ بیا مطالعه کړې دي، له خپلو تجربو سره یې یوځای کړې دي او پایله یې د شعر په قالب کې بېرته خپلې ټولنې او مخاطبینو ته وړاندې کړې ده، د همدې له‌پاره د تراب شعر د خلکو او ټولنې د عیني واقعیتونو او غوښتنو رڼه هنداره گڼلای شو. د تراب شاعري د هغو خلکو پرذهن او فکر سخت گوزار دی چې هغوی شعر یوازې د گل و بلبل، زلف و کاکل، خط و خال خبرې گڼي.

د تراب د شاعرۍ لویه برخه د خلکو، په تیره ځوانانو او نوي نسل د فکري بدلون له پاره داسې وقف شوې ده چې دوی ته انساني او ملي فکر ورلیـږدوي او دا شاعري د نوي نسل فکري مسیر، په وطني او ملي روحیې سمبالول غواړي.

د بغاوت او سرکشۍ هغه روحیه چې د تراب په شاعرۍ کې ده، د لږو کسانو په شعر کې به یې څرک ولگېـږي. 

د افغانستان د بربادۍ په لاملونو کې یو لامل د خلکو د بېسوادۍ او ناپوهۍ په وجې؛ دا خلک نیابتي جگړو ته ورپورې‌وهل دي، تراب دا نیمگړتیا ښه درک کړې، نو ځکه یې د جگړې ضد چیغه اوچته کړې او په لوړغږ سره یې ویلي دي چې:

څـنـگــه یـې خــوري هـغـه خـواړه ـ بـیا ورتـه زهــر دې شي

څوک چې دې ملک ته جنگ راوړي، د خدای په قهر دې شي

تر دې مقالې مخکې، ما د مطیع‌الله تراب په باب دا لیکنې کړې دي:

ــ مطیع‌الله تراب، د ډکو زړونو چیغه،

ــ د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه،

  

ــ د خلکو راویښولو د سرلاري مطیع‌الله تراب میراث.

د ده تر مړینې پخوا مې د ۲۰۱۹ ام کال په پیل کې چې کومه مقاله لیکلې وه، هلته ما ویلي وو چې:

«زه د تراب شعرونه او د تراب غږ د افغانستان د خلکو د ډکو زړونو چیغه گـڼم.»

یوکال مخکې مې چې د تراب پر مړینه څه لیکلي وو، د هغو خبرو په ترڅ کې ماد خپلو خبرو پیل داسې کړی و:

«د پښتو اوسنۍ شاعرۍ په بڼ کې د جگړې څونامۍ له را پیدا رنگارنگ ناخوالو سره، سره یو نیم داسې گل را وغوړېـږي، چې ډیرې تشې ډکې کړي او پر خزان وهلي بڼ باندې داسې پسرلي راولي چې د شعر هر بند یې د بدن او فکر ناروغ او دردمن بندونه رغوي، مات زړونه کوشیروي، په یوه شعر کې د یو پنډ تاریخي کتاب حقایق د هنر په ژبه بیانوي او پر غمځپلو او ماتو زړونو باندې د خزان په موسم کې شین او گلورین پسرلی غوړوي.

 د دې شاعـرانو د لومړي کتار سرلاری مطیع‌الله تراب نومېـږي. دی خپل شعرونه په هر محفل او پر هر دریځ باندې د کاغذ له مخې نه، بلکې د خپلې حافظې له خزانې نه په یوه داسې ځانگړي انداز سره وایي چې څه قوت یې د شعر په تورو او حقایقو کې او څه قوت د ده په ځانگړې دیکلمې او د ادا په طرز کې، چې دواړه سره یو ځای شي، نو اورېدونکی هک‌حیران کړي.»

زه د تراب صاحب په باب خپلې دا پاسنۍ مقالې او دا تر کار لاندې مقاله، د تراب پېژندنې د لومړنیو پوړیو د پیل هڅې گڼم، هیله مې دا ده چې د تراب نور مینه‌وال او قلموال هم په دې کار کې خپل رسالت ادا کړي اود تراب د میراث په پېژندنه او معرفي کې برخه واخلي.

د پښتوشعر په اوسنیوشاعرانو کې تراب هغه اورژبی متهور شاعر دی چې د حقایقو د ویلو په وخت کې له هیڅ‌چا  نه‌ډارېـږي. د شعر دا بیلگه یې وگورئ:

له ډېره درد او له پـړسوبه په چاودلو راغله

د پرهرونو سره وښکي په زیاتېدلو راغله

سود کاروبار شراب مباح په زنا څوک سنگسارشو

چېرته یوغل افغانستان کې سرعام په دارشو

ښايي رشوت د اساسي قانون ماده وي کومه…

د چور او تالان د رژیم په زړه کې، د گڼوخلکو په شتون کې د داسې حقایقو بیانول؛ داسې تهور غواړي چې څوک خپل سر په لاس کې ونیسي او د بلا خولې ته ورروان وي، تراب د خپل شعري ژوند په موده کې ډېرځلې دا کار کړی دی، یوه بېلگه یې همدا شعر دی. د شعر بشپـړمتن په لاندې ویدیو کې کتلای شئ:

دا ځای کلیک کړئ

تراب پاسنی یاد تهور د نړیوالو کړیو هغو خلکو ته هم د شعر په ژبه ښودلی دی چې د اړتیا په وخت کې یې د پښتون جنگېدل شهکار او قهرماني گڼله؛ خو کله چې پښتون د خپلو خلکو او وطن د ازادۍ چیغه د دوی په مقابل کې هم جگه کړه، بیا یې د وحشتگرد او دهشتگرد نومونه پرې کېښودل. دا لاندې شعر ولولئ او په لینک کې ویدیو وگورئ:

پرون شهکار وم چې روسان مې له خیـبر منع کړل

له سند او هند، له فارس خلیج، له سمندر منع کړل

نن وحشتگر او دهشتگر او ترهگر یادېـږم

نن ولې ـ ولې بعضې بعضو ته خطر یادېـږم؟

تراب عاشقانه شاعري نه ده کړې، که یې یونیم شعر عاشقانه تعبیر شوی وي یا عاشقانه وگڼل شي؛ هلته لیدل کېـږي چې دی په مینه کې هم ځان خاورې ایري او تراب گڼي، په داسې ډول ترخپل معشوق پورې ځان وررسوي چې د هغې پر ښکلا نور هم یوه اضافه وشي. د تراب دا لاندې څو بیتونه زه د ده د عاشقانه شاعرۍ ډېره ښه بېلگه گڼم:

ما ځان ایره کړ، تر رجړومې و سلایي درغلم

خو تا په سترگو پورې نه‌کړم، جوړ رانجه نه‌ومه

تا د پیشو غوندې رقیب کړ څوکیدار د غوښې

زه به بیا هم درتلمه، بیا به‌هم خپه نه‌ومه؟

بیا په دار وخیژې سپوږمۍ، تندر دې بیا ونیسه

ته راختلې وې چې زه په هغه شپه نه‌ومه

د مطیع‌الله تراب شاعري د اوسني وخت د سیاسي او ټولنیزو جبرونو له ناخوالو څخه د زورېدلو ډکو زړونو هغه چیغه ده چې د استثنایي هنري کلماتو په قالب کې، ترخه تاریخي حقایق بیانوي او د یو ترخه ډک جام په ډول یې ټولو ته په مخ کې ږدي. دا چیغه په یوه ځانگړي هنري انداز سره یوازې د مطیع‌الله تراب له ستوني راوتلې او راوزي چې کېدای شي «د زمانې غږ» ورته وویل شي.»

د مطیع‌الله تراب ترمړینې یوه اونۍ وروسته ما «د خلکو راویښولو د سرلاري مطیع‌الله تراب میراث» ترسرلیک لاندې یوه مقاله خپره‌کړه، هلته د ده د میراث په باب ما داسې لیکلي وو:

«اوس باید پر دې باندې نوره څېـړنه هم وشي چې د تراب شخصیت، فکر او شعر د ده د مخاطبینو په راویښولو او د هغوی د فکر په بدلون کې څومره او څه ډول رول لوبولای دی او له تراب څخه راپاتې فکرونه او اثار به د تراب د همځولي نسل او راتلونکو نسلونو ته څه ډالۍ ولري.

څه چې د تراب شاعرۍ او شخصیت په ټولنه او خلکو کې وکړل او وروسته تر دې به یې هم وکړي، همدې ته زه د تراب میراث وایم او دا میراث باید وساتل شي، وپالل شي، درناوی یې وشي او عام کړای شي.»

د تراب تر مړینې وروسته دا ثابته شوه چې تراب د پښتو ادبیاتو په اوسنۍ شاعري کې د داسې ځانگړي سبک او جلا لارې او فکر خاوند شاعر دی چې د افغانستان د خلکو د ډکو زړونو غږونه په کې انځور شوي دي.

تراب خرڅ‌شوی او کرايي شاعر نه و، ده په ټول عمر کې له هیڅ شخص، مرجع یا پتې څخه د معاش یا تنخوا په نامه څه نه دي ترلاسه کړي. ده په رسا غږ ټولو ته داسې ویلي دي:

ودې وايي، که په ښکاره څوک یې په غلا راکوي

طالب، حکومت، کوم سفارت ماله تنخوا راکوي؟

په ورځو ـ ورځو که نرۍ‌غوښه یا غټه خورمه

ولله تراوسه د تڼاکو لاسو گټه خورمه…

تراب صاحب د اوسپنودوکان درلود، دې نرم‌مزاجه او د شاعرې اروح لرونکي انسان به د ژوندپرمخ‌بیولو له پاره ټوله ورځ لاټول عمر اوسپنې په سوټک وهلې او سمولې به یې؛ سړی حیران شي چې ده خو د اوسپنو او سوټک د جنگولو د غږونو په چاپیریال کې خپل وخت تېراوه، نو دا د کلماتو سره پیلو هنر ده له کومه زده کړ. د لویو مفکرینو او هوښیارو مشرانو او رهبرانو ملي فکرونه څنگه د ده د ککرې په گومبزه راپیدا او غږونه یې د ده په شعري او هنري تورو کې راووتل او ده په خپل ځانگړي سبک او د ادا له طرز سره خپلو مخاطبینو ته وړاندې کول؟ 

د تراب د کلام اورېدونکي او مخاطبین بې‌شمېره وو، ده په خپلو شعرونو کې هغه معاملې بربنډولې چې په هغو کې سرونه د وړیو په تول خرڅ شوي دي. د تراب شعرونه د ټولنې هرې ډلې خلکو اورېدل.

د تراب په شان کې سرټیټی نه و، د ژوند پانگه په لاس کې نیسي، سر نه ټیټوي او خپله خبره کوي. دا یې یوه بېلگه ده:

ما ډاروئ‌مه، زه پوهېـږم چې خطر به وخورم

ما سرخوړلي، سرخوړلی دی، څه سر به وخورم

دا سر په دومره اطاعت او دیپلوماسۍ نه‌ارزي

دا ژوند په دومره سرټیټۍ و چاپلوسۍ نه‌ارزي

تراب یو زړه‌ور او د ځانگړي سبک خاوند شاعر و، په زړه ـ ذهن او سترگو کې یې ډار نه‌و، په خپلو شعرونو کې یې له عادي خلکو رانیولې بیا تر ریٔسانو، وزیرانو، سفیرانو او حتی ریٔس‌جمهورانو پورې هم نقدول، هرڅه یې ډانگ‌پیلي ویل او له چا یې سترگه نه‌سوځیده. تراب خلکو ته ځکه گران او د منلو وړ و چې د هغوی دردونه او غوښتنې یې په خپلو اشعارو کې بیانولې. د تراب له نظره شعر هغه څه ته ویل کېدل چې د یو دردمن زړه غږ په کې انځور کړای شي، په ټولنه کې شته نمگړتیاوې په نښه شي او حللارې ورته وښودل شي.

د ده تر مړینې وروسته، د گڼ‌شمېر خلکو او ادرسونو له خوا د هغه په باب نظریات وړاندې شول، د تراب ځینو ملگرو او لارویانو د تراب په باب د خپل زړه حال ویلی دی، په لاندې لینک کې یې ویدیو کتلای شئ:

د تراب ملگري د ده په باب غږېـږي:

دا ځای کلیک کړئ

د تراب د مړینې په باب د خواشنۍ پیامونه او له ده سره د نږدې دوستانو نظریات:

د افغان جرمن پورتال د خواشینۍ  پیام: 

«د شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې په پار د خواخوږۍ او ډاډگېرنې پیام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د اوسني فرهنگي بهیر وتلی او د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب وفات شو،

انالله و اناالیه راجعون

د مطیع‌الله تراب ژوند او او اثار د ځانگړي پاملرنې او څېړنې وړ دي، ده ځانگړي مخاطبین درلودل او تل یې د ټولنې نیمگړتیاوو نقد کولې او د شعر په قالب کې خپلو مخاطبینو ته وړادې کولې.

افغان جرمن کاري تیم د مطیع‌الله تراب له کورنۍ او مینه‌والو سره، په دې لوی ویر کې ځان شریک گڼي، دوستانو او د شعر مینوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي، متوفی ته جنتونه، کورنۍ ته یې د لوی زغم هیله کوي.

افغان جرمن کاري تیم»

نعمت‌الله صدیقي د نظر یوه‌برخه:

«دا د هرې ژبې و ادب د تخلیقي روایت او ملي احساس یو ډول طبعي ظرفیت وي، چې لیکوال او پنځګر یې د خاصو مواردو او ادبیاتو د تخلیق ترڅنګ عام یا اولسي او ملي ادبیاتو ته هم لاره کوي، مطیع الله تراب د ورستۍ کټګوری د ادبیاتو هغه مخلوق او باظرفیت ملي شاعر او ناظم و، چې د ادبي او منظوم غږ اساس یې د خپلې خاورې خوشبو او د خلکو احساس او شعور وو.

دای که څه هم ما مخامخ نه و لېدلی؛ خو د خپل سرشاره او یاغي مزاج له مخې مې په ټولو هغه ورستیو دورونو،حکومتونو او نظامونو کې لوستلی او اورېدلی و، چې د ورځنیو سیاستونو او خواوو جګړو اخ و ډب پکې ښه ګرم و تود و، دا یې ځانګړنه وه چې په دې هر سیاسي دور او عصري ورځنیو سیاستونو یې ښه په زغرده او ښکاره خبره کولای شوه، غږ او خبره یې بې سانسوره وه، د خپل شعر او خبرې لپاره یې خلک پیدا کړل یا خلکو د همداسې خبرو لپاره دای پیدا کړ؛ چې هر څه و؛ خو د وخت حاکمو او واکمنو ته په رسا او مخامخ خبرو مشهور او د ولس د مینې نښه شو…»

پوهاند دوکتور محمد اسماعیل د تراب د مړینې په مناسبت دوې لیکنې او یوټوټه شعر خپاره کړې دي، دا لاندې یې له لیکنو څخه څومنتخبې برخې دي:«

ــ د سپین بغاوت بله نړۍ:

« نن په دې فاني نړۍ کې د ملي او انقلابي شاعر مطیع الله تراب وروستۍ ورځ وه ، تېره شپه یې زړه ودرېد او نن یې بې روحه بدن د هغې بلې نړۍ پر لوري حرکت وکړ. 

تراب څلور لسیزې د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد مبارزه وکړه ، کله به ده د مظلوم په توګه سپین بغاوت وکړ ؛ د ظلم ستنې به یې ولړزولې او کله به ظلم پر ده غالب شو او په توره سیلۍ به یې سپین بغاوت پر شا وتمباوه، خو مبارزه روانه وه.

تېرو شلو کلونو کې دې مبارزو جوت اغېز وښنده ، د ملت په ذهن کې یې د مینې او ملتپالنې ګلان وکرل او دا کښت یې د زړه په وینو خړوب کړ، خبره تر دې راورسېده چې نور یې نو د زړه وینه وچه شوه او د فعالیت له مداره ووت…»

ــ پوره خبر ومه چې ځې راڅخه:

« د تېر جمهوریت اوه اته کاله به تېر شوي چې تراب صیب په یوه مشاعره کې چې پکتیا ولایت کې جوړه سوې وه ، داسې انقلابي شعرونه وویل چې د وخت سیاسي فضا یې د زغم وس نه درلود . تراب د وخت د حاکمیت پر ضد بغاوت وکړ، ورو ورو مشهور شو او په خلکو کې محبوب شو خو د سر خطر یې هم محسوس شو .

پر (۱۳۸۹ ل) کال موږ ژوندون تلوېزیون جوړ کړ ، تراب صیب ما کابل ته راوغوښت ، کابل ته راغی ، دفتر کې راسره کېناست ، ما ورته وویل پوه شوې د څه لپاره مې راوغوښتې ؟ ده وویل نه پوهېږم . ما ویل درباندې وېرېږم چې ضایع نه شې ، یو خو به ته ضایع شې او بل کوم فکر او وطنپالنه چې ستا په ذهن کې دي ، هغه به هم ضایع شي ، مرګ خو حق دی تیاری باید ورته ونیسو ؛ ځو خو ځو چې یو څه خو رانه پاتې شي…»

ــ اسکیرلی (یو ټوټه‌ شعر):

یون د ۲۰۲۵ ام کال د سپتمبر پرڅلورمه نیټه د تراب هدیرې ته ورغلی، یو شعر یې د هغه د نشت په ویر کې انشاه کړی دی. دا د یاد شعر بشپـړمتن دی:

د مرحوم مطیع الله تراب پر قبر:

اسکیرلی

نن دې قبر ته ولاړ یم اسکیرلی 

لکه زړه چې مې وي سیخ باندې پیېلی 

تا خو وې چې د سندرو ښار به جوړ کړم

اوس خو غم دی ښار له ستوني رانیولی

د روښان جنډه دې ولې پورته نه کړه؟ 

اورنګزېب په کاڼي ګرم باندې ختلی 

ټول وطن کې دروېزه او بهرامخېل دي

د خوشال د خانی بزم چا لوټلی 

تاتره کې مغولي بګوې پټې 

بد شګوم یې تر پامیره رسېدلی

په کونړ کې له ناورین څخه خبر یې ؟

په رڼو سترګو قیامت خلکو لیدلی 

نور مې خوار وجود کې هېڅ شی پاتې نه دي

حوادثو یمه څو رنګه څنډلی 

له رڼا سره یې ورانه ازلي ده 

په تورتم کې امامت کوي دا کلی

په څلورو مذهبونو یې کافر کړم

ما لیدلی و د غله پر ږیره خلی 

ته خو لاړې په جنت کې به دې تون وي

زه دې پرېښوم د دنیا غمو ته غلی 

خوله مې بنده، ژبه وچه ده ګونګی یم 

د وخت هر باد ته ولاړ یم لکه څلی 

هېڅ علاج یې ما له چا سره و نه موند

دا نفاق په پښتنو کې چا کرلی؟

تر هغه به دا اورونه دلته بل وي 

تر هغه چې پښتون داسې وي وېشلی 

ستا په یاد شي چې دې وې استاده خیر دی؟ 

دې کارو کې دې شه لږ پښه نیولی !

دا رقیب ماته معلوم دی سړی نه دی

دا خو بل دی زما مخ ته ودرولی 

اوس هغه سړی دعوه د ملکۍ کړي 

چې یو وخت خلکو و غلا کې لاس تړلی

هغه هر یو ، خدای په خپل غضب اخته کړ

په کعبه کې یې قسم و چې خوړلی 

چې بې تانه خدایه هر چاته سجده کا 

دا تندی دې کاشکې مخکې وای داغلی 

څه په جوش او خروش راشي دې وطن ته

خو چې ځي څومره سرټيټی وي نتلی

ایوبي جذبه به خود رپي میوند کې 

په شمله کې یې ملالې ګل ټومبلی

هغه ورځ مې هم په یاد ده چې ته نه وې 

ستا په غم کې ټول ولس و راوتلی 

د زمري غوندی دښمن سره په جنګ وې

د مور دعا وه مور پر شا وې ټپولی

دا ارمان دې پر زړه پاتې شولې لاړې

پر اټک چې دې بیرغ وای رپولی 

عجیبه شور دې له قبره پورته کېږي

کوم یو نظم دې وطن ته بیا لیکلی؟

داسې نه شي په رښتیا رښتیا خبرو

ستا ملګری نامعلومو وي وژلی 

نه د قام شوې ، نه د جام شوې، نه د رزم

یونه ته نو یې بیا څه بلا وهلی ؟

۱۴۰۴/۶/۱۱

ننګرهار»

دا ځای کلیک کړئ

محمدالله همیم:  

                          

«تراب صاحب (غبار پر هندارو) کتاب کې، درمل صاحب ته وايي:

«نوې مې چې شاعري کوله. ورور مې و غوښتم، را ته و يې ويل چې شعرونه ليکې؟ ما ور ته هو وويل. بیا یې کتابچه را نه وغوښته، ما د شعرونو کتابچه ور ونيوه. ژمی و، بخارۍ بلېده، دۀ کتابچه را نه واخيسته. بيخي يې پاڼه و نه کته، بخارۍ ته یې واچوله‌.»

تراب پۀ همداسې وختونو کې هم خپله مزدوري کوله، او هم یې حماسې غږولې. اثري شاعر و.

 

تراب ته د وخت او مکان خبره مهمه وه. هغه د نقادانو پروا ګير نه و، حقیقتونه یې وويل. هغه دومره او داسې خبره لرله چې د شعر پۀ چوکاټونو کې یې نه شوه ځايولی. ازاده شاعري يې وکړه. عامو ته یې د دوی پر وخت کې هر درد وغږاوۀ. د مشال راډيو سره یې مرکه کړې وه، ويل یې:

 

«حامد کرزي غوښتی وم، شعرونه مې ور ته وويل. اخر یې را ته ويل: موږ خو خیر. پۀ خارجيانو مه لګېږه، مشکل بۀ در ته جوړ شي.»

شهباز خپرندویه ټولنه:

د تراب صاحب د خپرو شوو کتابونو په باب د شهباز خپرندویې ټولنې معلومات:  

«د مطیع الله تراب چاپ شوي کتابونه او د کلیاتو د چاپ هڅه:

د ارواښاد مطیع الله تراب صیب په ژوند کې هغه کتابونه چې په رسمي ډول چاپ شوي، خپله یې کتلي او تایید کړي، دا دي:

۱. للمي ګلونه د کاڼي اوبه

۲. سپین بغاوت

۳. بې‌پولې شاعر

۴. زه په خپل کړي بغاوت باندې پښېمانه نه یم.

که څه هم په یادو کتابونو کې کېدای شي ځینې املايي تېروتنې موجودې وي، خو د کلام له پلوه ټول اشعار د ارواښاد تراب صیب خپل دي، او د بل چا شعرونه پکې شامل نه دي.

له دې پرته، هغه کتابونه چې د تراب صیب یا د هغه د کورنۍ له اجازې پرته چاپ شوي، زیاتره یې د اعتبار وړ نه دي. ډېری شعرونه پکې د تراب صیب نه، بلکې د نورو شاعرانو دي.

موږ دا مهال په دې هڅه او څارنه بوخت یو چې د پردیو اشعارو څخه پاک، کره او مستند د مطیع الله تراب صیب کلیات ترتیب، سمون او چاپ کړو، او دا د ادب‌پالو ټولنې مخې ته د یوه ارزښتناک ادبي خدمت په توګه وړاندې کړو.»

د تراب په غږ کې، د تراب شعرونه:

ما د تراب په باب د خپلې یوې مقالې (د خلکو د راویښولو سرلاري مطیع‌الله تراب میراث) د لیکلو په موخه پلان جوړ کړی و چې زه به د ده پرشعرونو باندې څه لیکم، نو د ده د شعرونو د ځینو ویدیوگانو لینکونه مې راخوندي کول، د ده د مرگ غـږ په خپرېدو سره یې په ټولنیزه میډیا کې نورې ویدیوگانې هم راښکاره شوې او هغه چې ما ته نوې وې، هغه مې هم راخوندي کړې.

د تراب په غږ کې د ده د شعرونو هره ویدیو د تراب د فکرونو او ارمانونو رڼه ایٔنه گڼلی‌شو، دا هره ویدیو د تراب د ملي او انساني غوښتنو پیام په راڼه ډول لېـږدولای شي.

ما لا پخوا دا خبره لیکلې او خپره کړې وه چې: د تراب شعر چې دومره د ده له خولې تاثیر کوي، د بل چا له خولې یې نه کوي، ځکه چې دی یې په داسې جذبې سره وايي او تمثیلوي یې چې د شعر اصلي شکل، محتوی او پیام حاضرینو او لیدونکو ته ورلېـږدوي. کېدای شي د تراب شعر بل څوک هم دکلمه کړي، خو د تراب شعر، د تراب له خولې او د تراب په ځانگړې دکلمې سره بل خوند او تاثیر کوي. تراب یوکاریزماتیک شخصیت و.

زه داسې مدعي نه یم چې د تراب په خپل غږ کې د ده د لوستل شوو شعرونو ټولې ویدیوگانې ما لیدلې دي او بیا مې یې لینکونه راخوندي کړي دي، حقیقت دا دی چې د ده څومره ویدیوگانې چې ما ته په مخه راغلې دي؛ هغه مې د یوه باارزښته امانت په ډول راخوندي کړي دي او دا دی د ده د لومړنی تلین د درناوي په پار یې د یوه غنمیت او باارزښته ارشیف په ډول له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم، گوندې د تراب پېژندنې په برخه کې له نورو څېـړونکو او د ده د شعر له مینه‌والو سره مرسته وکړي.  

د تراب صاحب په غږ کې د ده د ویدیوگانو په باب د دې خبرې ویل اړین گڼم چې دا ویدیو گانې د ځینو رسمي او شخصي پتو له ادرس څخه ثبت او تر خلکو پورې رسول شوې دي. زه د یوفرهنگي په توگه له دوی نه مننه کوم چې د تراب په غږ کې یې د تراب د شعرونو ویدیوگانې ثبت، خوندي او تر خلکو پورې رسولې دي او په دې ډول یې د تراب د شعرغږ او د تراب د فن‌پیام ترټولو رسولی دی؛ خو اوس لیدل کېـږي چې ځینې کسان په پوهیدنه یا نه پوهیدنه د تراب دا ویدیوگانې د خپلې خوښې او شخصي غوښتنو او موخو په غرض په بېلابېلو ډولونو قیچي کوي، څوک له یوې ویدیو نه یوبیت یا دوه بیتونه رااخلي او له نورو تصویرونو سره یې میکس یا گډوي او په ټولنیزه میډیا کې یې خپروي. په دې ډول د شعر بشپـړ پیام نه افاده کېـږي چې زه دا کار ناسم او د تراب له پیام او میراث سره جفا گڼم، هیله ده چې دا کار نور تکرار نه‌شي.

داسې ویدیوگانې هم زما له نظره تېرې شوې دي چې تراب صاحب خپل شعر دکلمې کوي، خو په تصویر کې تراب نه ښکاري او شعر لوستل هم بشپـړ پای ته نه‌رسېـږي او د تراب غږ نیمگړی غوڅېـږي. سړی نه پوهېـږي چې داسې ولې کېـږي؟ د همداسې نیمگړو شعرونو یوه ښه بیلگه په لاندې لینک کې لیدلای شئ:

دا ځای کلیک کړئ

زه دلته د تراب د دکلمې شوو شعرونو، له یوشمېر ویدیوگانو څخه د ده د کلام یو یا څوبیتونه رااخلم او ترلاندې د همغې ویدیو لینک هم ږدم، درانه لوستونکي کولای شي په یو کلک سره ویدیو وگوري او د تراب صاحب کلام د ده په خپل غږ کې واوري:

د زړه خبرې مې لا هغسې پرزړه پاتې دي

راویښوم هغه وگړي چې ویده پاتې دي

پوخ‌یمه پوخ، زه په یوپوخ کپس کې ژوند تېروم

لکه مارغه په یوسرپوخ کپس کې ژوند تېروم

څو چې پښتون‌یمه، قرار به ترهغو نه‌لرم

د خدای په ارته ځمکه حق د اوسېدو نه‌لرم

دا ځای کلیک کړئ

زه دې هسې پر اوږدو لارو راتاو کړم

ترتا‌پورې خو یوڅوقدمه لار وه

څه گیلې او څه توبې مو ترې لوگی کړې

ستا خبرو کې یوه خبر د کار وه

ځای بدل کړه، خو خبره بدلوه‌مه

که تر تخته پورې لارې وه، که تردار وه…

https://www.facebook.com/reel/2558874884551163  

اې د نازبینو د چم خانه، تا ته څه‌پته ده

ته څه خبریې لوږه څه ته او تنده څه ته وايي

ته چې پیدا‌شوې، په ککو کې درته شات څڅېدل

زه چې پیدا‌شوم، ما د مور اوښکو ته خوله وازه کړه

تا چې قدم کېښود، دیگونه ولسونو خوړل

زه د مور غیـږ کې جام په‌لاس ستاسو کوڅه کې ولاړ…

https://www.facebook.com/reel/1943356579687743  

زما‌هویت، زما هېواد یې

ته دې ژوندی وې، ته دې ښاد وې

تر قیامته دې ازاد وې

زه دې برباد، ته دې اباد وې

آدې برباد شي، چې څوک تا بربادوینه…

https://www.facebook.com/reel/1245863600679661  

لیونی کېـږم به اخر، خو لیونتوب نه‌راځي

ما ته د بل د بېرغ سیوري لاندې خوب نه‌راځي

مهمه نه‌ده چې غریب یم او که خان‌یمه زه

خو پر دې ویاړمه ملگرو چې افغان‌یمه زه

https://www.facebook.com/reel/771218012719583  

دا حوصلې به ترپامیر او کهکشان رسوو

دا للمې ما کرلي، دا به ترباران رسوو

د ملاورور اخون فکري بهیر ته اوبه ورکوو

موږ قوشتیپه کرلې، خلکو ته سابه ورکوو

https://www.facebook.com/reel/1975486563106070  

ټک اوټک‌ټک، بېل او پای‌بېل‌یو

دا دې خپل ټوپک ویشتلي یوو، غلبیل‌یو

دا منوو چې شته بچوو کې بې بچوو یوو

یو دوښمن بل ته نیولي له پښوو یوو

داسې یوچا پر موږ حمله د توپ‌ویشتو کړې‌ده

چا چې عمرونه د بل غیـږه کې للو کړې‌ده

https://www.facebook.com/reel/1026772373130829  

کابله ته د خپل‌ښایست قاتلان نه‌پېژنې

په خپل وجود کې د لستوڼي‌ماران نه‌پېژنې

چا چې زخمي کړلې ته، چا چې بې‌زبون پرېښوې

کابله ته چا په وینو کې گلگون پرېښوې

هغوی اوس ستا د اولیت حق د خپل ځان‌بولي

ما تا ته نه‌پرېـږدي او تا ته مې تاوان بولي…

https://www.facebook.com/reel/1001024275632754  

بخت دې کوټه، تخت دې نسکورشه

مخ دې پردواړه طرف تورشه

شوله اوبه دې د زړه‌زورشه

جان کیري خپل کور کې دې شورشه

موږ له دا دوه‌حکومته تا جوړ کړي‌دینه

https://www.facebook.com/reel/1702820504298304  

خلک زموږ د تندو کرښوته ښه نه گوري خو

دومره بد نه‌یو، دا مخونه مو غربت تور کړي

که د انصاف ترازو ولگید او تول شروع‌شو

دا به ثابته شي چې موږ امن‌پسند خلک یو…

https://www.facebook.com/reel/1526362115694263  

لاسونه‌یې پورته کړل غوږو ته، په لمانځه ولاړ دی

پاچا پښېمانه دی، توبو پسې توبې گرځوي

پاچا پښتون‌شو، اوس په لپو کې تسبیح گرځوي

پاچا په ډېرې هوښیارۍ اوس خپل پردی وباسي

شاید له ارگ نه ښته‌مني او سر ژوندی وباسي

په افغان‌ضد او پښتون‌ضدو دې کابل وخوړو

پاچا بښوو دې نه، زموږ حق دې پربل وخوړو…

https://www.facebook.com/reel/1682482766734884  

وسوم دې خپل غافل‌ولس ته چې په شته وطن کې

ځمکې‌څلورفصله کوي، خپلې‌یې اوبه وطن کې

کلونه وشول د دا اور باندې کټوۍ کې سوځي

سره خوله بچي یې د عربو مزدورۍ کې سوځي

پښتون اکثره غوږگټي، خو په کې سروبایلي

 غیران به وگټي. خو زوروبایلي زروبایلي

نه تله تراوسه پر یوه لاره، خو غبرگ لاړه

کور کلی پاتې شو، په ژوند او څوک په مرگ لاړه…

https://www.facebook.com/reel/899288672458301  

نه تنقیدکوم چې ولې داسې وشول

ښه‌پوهېـږم څو ـ څوځلې داسې وشول

دا هم نه‌کړم زنده‌باد او مرده‌باده

خو ښه دې ونه‌کړل اباد اسلام‌اباده

https://www.facebook.com/reel/772932739198301  

اې گاونډیانو د الله په خاطر

بس موږه پرېـږدئ، صلحه مه‌راولئ

علم‌بردار وو د نوۍ په سطحه

ډېر مو لوټلي یوو د امن په نوم

یو خوا د صلحې امن چغې‌وهئ

بل‌خوا وسلې او مهمات رادرومي

هلته حقوق د بشریت غواړئ

نو بیا بشر په بشر ولې وژنئ

https://www.facebook.com/reel/1070678088952505  

دا سوداگردي، سودا کاندي د سړیو په سر

داسې ناتوان ديو پیر او پلور کا د چوکیو په سر

لا د تاریخ قرضدارو، خاوره مو په چا خرڅه کړه؟

اوبه چا له ورکړې، واوره مو په چا خرڅه کړه؟

که زهر نه وي، شیشې وخورئ ځان‌ته اورواچوئ

دا ږیرې کلې کړئ او دا پټکي په اور واچوئ

https://www.facebook.com/reel/1749775716015869  

هغه لیمه، هغه تندي، هغه احساس ښکلوم

لکه اسوت په دواړو لاسه هغه لاس ښکلوم

چا چې انار او سنځل‌گل او نارنج‌گله ایښي

چا چې د دغه ښار یوه خښته پر بله ایښې…

https://www.facebook.com/reel/1356492302580245  

چې زرساتونکي پټوي زر، زر په چا ساتئ

د سر سرونه مو چې خرڅ شي، سر په چا ساتئ…

https://www.facebook.com/reel/1965975337159575  

باور کوئ د ځینو خلکو نیم مخونه تور وو

ما ځینې خلک ولیدل چې له پښو نسکور وو

توبه توبه استغفار، ما سرچپه ولیدل

ما ځینې خلک لمرخاته ته په سجده ولیدل…

https://www.facebook.com/reel/1503484830252955  

له ډېره درد او له پـړسوبه په چاودلو راغله

د پرهرونو سره اوښکي په زیاتېدلو راغله

سود کاروبار شراب مباح په زنا څوک سنگسارشو

چېرته یوغل افغانستان کې سرعام په دارشو

ښايي رشوت د اساسي قانون ماده وي کومه…

https://www.facebook.com/reel/1121037253600823   

  

کابل د قیس عبدالرشید بابا ملا صاحب دی

کابل امام، کابل قبله او قبله‌گاه صاحب دی

نه دوی په خپله اتلان وو، نه اتل د دوی و

نـه لـنـډغـر وو د کابل او نه کابل د دوی و

https://www.facebook.com/reel/2232265127509910 

 

ناست د پلار گټې ته بادشاه له ځانه مه‌جوړوه

د احمدشاه زوی، تیمورشاه له ځانه مه‌جوړوه

سـل‌ځایـه قرض او سل‌قـتـلونه اخـر وبښل‌شي

د تاریخ قـرض به ترقیامت پورې ونه‌بښل‌شي…

https://www.facebook.com/reel/1362053332511181  

پښتو اخر هم د مجبور وزیرستان ژبه شوه

پښتو په لوی‌لاس د ملا او طالب‌جان ژبه شوه

حمزه ویل: زه به د پښتو سره جنت ته ځمه

زه بـه د واړه‌گناهو سره جنت ته ځمه

زه په کې وسوم په پښتو کې مې پوښتۍ ماتې‌شوې

پـه خپل انگړ او خپلو غرو کې پوښتۍ ماتې شوې

https://www.facebook.com/reel/954479114207723  

چا چې دې ملک سره جفا کړې ده

چا چې په لویشت مځکه سودا کړې ده

د ژوندو مړو یې نوکور صندوق شه

ته وا قبرونه یې د اور صندوق شه…

https://www.facebook.com/reel/1488251536652000  

ما ځان ایره کړ، تر رجړومې و سلایي درغلم

خو تا په سترگو پورې نه‌کړم، جوړ رانجه نه‌ومه

تا د پیشو غوندې رقیب کړ څوکیدار د غوښې

زه به بیا هم درتلمه، بیا به‌هم خپه نه‌ومه؟

بیا په دار وخیژې سپوږمۍ، تندر دې بیا ونیسه

ته راختلې وې چې زه په هغه شپه نه‌ومه

https://www.facebook.com/reel/1320946103347890  

ما ډاروئ‌مه، زه پوهېـږم چې خطر به وخورم

ما سرخوړلي، سرخوړلی دی، څه سر به وخورم

دا سر په دومره اطاعت او دیپلوماسۍ نه‌ارزي

دا ژوند په دومره سرټیټۍ و چاپلوسۍ نه‌ارزي

https://www.facebook.com/reel/989376834072895  

د ژوند راپېښه مو پر خپلو اوږو بار پرته ده

خدای خبر نور مو تر مخ څومره اوږده لار پرته ده…

https://www.facebook.com/reel/1039045400933124  

یو چا ته ځم، شپه ترناوخته راته غورې کوي

ما ته د ښار لوی اوستاکار ځینې خبرې کوي…

دا اوستاکار وايي: دا بارې ما بار بار ایښې دي

د دې ښارونو بنیادونه زما پلار ایښي دي…

https://www.facebook.com/reel/1855959384927526  

څنگه یې هېرکړم، ما نې سل ـ سل پسرلي خوړلي

پښتونستان زما څلویښت‌زره‌زلمي خوړلي

خرڅ شوی‌سر د ازادۍ په قیمت څه پوهېـږي…

https://www.facebook.com/reel/2141340376803295  

ولې بې نه‌ستایمه، ولې به ترې نه‌ځارېـږم

پرونو تللو ته و نن راغلو ته پښتون ولاړ دی…

https://www.facebook.com/reel/2350602112135655  

پرون شهکار وم چې روسان مې له خیـبر منع کړل

له سند او هند، له فارس خلیج، له سمندر منع کړل

نن وحشتگر  او دهشتگر او ترهگر یادېـږم

نن ولې ـ ولې بعضې بعضو ته خطر یادېـږم؟

https://www.facebook.com/reel/1329217351969690  

دا د ښېرو، څیرې گرېوان نه حیا نه‌درځي نور

تاسو او خدای د افغانستان نه حیا نه‌درځي نور…

https://www.facebook.com/reel/2157319614642022  

هغه ویل تنقید ښه دی د اصلاح له‌پاره

خو نه کول هم تر دې ښه دي د فلاح له‌پاره…

https://www.facebook.com/reel/852155069671593  

گوره ﺯلميه په ځان ترس وکړه لږ رحم وکړه

څه نابلدو کږلیچونو کې به وغورځېـږي

دا وطن برخې لري، لارې لري، گارې لري

زلمیه دلته هلاکو او چنگیزخان هلاک‌شول

دلته مرۍ د گرگین پرې شوه، انگریزان هلاک‌شول

د مغولیانو و سقاویانو نه تڼۍ پاتې دي

همدې گردونو کې پرون دلته روسان هلاک‌شول…

https://www.facebook.com/reel/3749104532016273  

د ژوند قصه تمامه نه‌ده، 

راته منزل ــ راته مورچل پاتې دی

چیرته به خلکو بې‌وصیته مرمه

د کوم ماښام، د کوم دیوال غاړې ته

جنگ، تجارت او کاروبار جوړ شوی

سرونه خرڅ شول د وړیو په تول

تول ته هم داسې منصفان ناست دي

وینه‌څکي او بیا قیمت لگوي…

https://www.facebook.com/reel/1216395046243770  

د کتابونو چاپ‌کولو باندې کار نه‌کېـږي

د اخبارو په مفت‌ویشولو باندې کار نه‌کېـږي

ترڅو چې ژبه رسمي نه کو په دربار باندې

ترهغې پورې به کښېننم په کرار باندې

https://www.facebook.com/reel/985086354130595  

مست‌ پسرلی چې د سپن‌غر لمن کې وغځیدو

لیوني خیال مې په غزل کې غـځـونې وکړې

https://www.facebook.com/reel/408024149025368 

نورې خبرې به پستې وي او رنگینې به وي

زما خبرې لږې سختې دي، خو سپینې به وي

درپاتې شوې دا خانې به گورئ ونه‌پالئ

دومره قوي مسلماني به گورئ ونه‌پالئ…

https://www.facebook.com/reel/8372427626156332  

حج، عمره، تهجود، اشارک او تلاوت کړي

ځان ښودلو ته درگرده سخاوت کړي

په توبو پسې، توبو باندې ختل دي

سجدې نه دي، د تندیو ماتېدل دي

د خپل ورور غوښې هډوکي کباب هم خوري

وینه هم څکي، زمزم هم څکي شراب هم خوري…

https://www.facebook.com/reel/378757525036511  

ما د یو‌جمهور تر مخه هم سپین بغاوت کړی

ما د ظالمانو نه تل کرکه او نفرت کړی

ما په سپین‌میدان د هر غاصب مخ ته جرأت کړی

ما په سر نه دی، ما پر زړونو حکومت کړی

https://www.facebook.com/reel/1332873578360306  

لاخوبه زه د زورور له زوره نه‌یم خبر

لابه پرځان له لگیدلي توره نه‌یم خبر

دا چې ما کړې د دې گټې پر تاوان دې خوار شم

که به د ځان له‌پاره وایم، نو پرځان دې خوارشم…

https://www.facebook.com/reel/1378401383549113

خلک لگيا دي موږ له دى خپلى نقشې اوباسي

پښتنو ویښ شئ، موږ د ځمکې له کُرې وباسي

څو چې ژوندی هم یوپښتون وې د دې ځمکې پرسر

آ به د دې خاورې مجنون وي د دې ځمکې پرسر

گرېوان مې پرېـږده، که پرځان دې خپل گرېوان لورېـږي

دومره مې ووهه چې څومر دې پرځان لورېـږي…

https://www.facebook.com/reel/959793586161278  

ما اورېده چې تا ویل هغه، ویده نه‌ومه

رقیب چې هرڅه وايي ـ وايي به‌یې، خو زه نه‌ومه

تا نارې وکړې چې د شپې نا‌وخته ډزې‌وشوې

زه لگېدلی‌وم، پرزغره، خو په زړه نه‌ومه

ما یو سپین‌قتل وکه، زه یو‌سپین قاتل وویشتم

چې دی به څنگه و، خو زه هغه‌شپه ښه نه‌ومه…

https://www.facebook.com/reel/1077848994216947 

ستړی د خپل ژوندون له باره، بلاستړی یمه

زما د گناه پیټی خرواره، بلاستړی یمه

تږی مزله، ترمنزله شاید ډېره لار وي

لاس راکوه لوېـږم پر لاره، بلاستړی یمه

لیونو راشئ گرېوانونو کې مو زړونه تنگ دي

درسره وزم له دې ښاره، بلاستړی یمه

https://www.facebook.com/reel/1002745528592159   

ودې وايي که په ښکاره څوک یې په غلا راکوي

طالب، حکومت، کوم سفارت ماله تنخوا راکوي

په ورځو ـ ورځو که نرۍ‌غوښه یا غټه خورمه

ولله تراوسه د تڼاکو لاسو گټه خورمه…

https://www.facebook.com/reel/1993736897827715  

زما تورزنه، شمشیرزنه باهمته پلاره

بیرغ دې خان، شمله دې هسکه ترقیامته پلاره

دغه خوږه اوږده قصه شپه ترسحره وکه

ما ته زما د ازادۍ قصه له سره وکه…

نه چا په سوال، نه چا سوغات کې ازادي راکړې

نه چا خیرات، نه چا ذکات کې ازادي راکړې

دا په خپل کور کې لاس ترزنې میلمانه څه کوم

زه گولپي‌سري، شلغم سري پښتانه څه‌کوم

https://www.facebook.com/reel/753285860530220  

پښتون پنځوس کاله د بل دیوال ته خټې وکړې

وخت او حالاتو ترې‌نه خپلې خپلې گټې وکړې

موږ هغه قوم یو سر شیندلو ته څوځله  وزو

سیاست پر بل کوو، د جنگ میدان ته خپله وزو

https://www.facebook.com/reel/4534207983468147  

چا چې دې ملک سره جفا کړې ده

چا چې په لویشت ځمکه سودا کې‌ده

https://www.facebook.com/reel/2775768842623637  

ما ته وايي: مړ به شې، بندي به شې، ټکر به وخورې
وه لیونیه سپینې مه‌وایه، خپل سر به وخورې

وخت بدل شوی دی، زړې خبرې هیرې کړه نور
ته لوی سړی یې، اوس وړې خبرې هېرې کړه نور

څنگه یې هېر کړم، ما نه‌يې سل سل پسرلي خوړلي

پښتونستان زما څلویښت زره زلمي خوړلي

https://www.facebook.com/reel/24540097798941462  

ولس پخلا کړئ، گورئ داسې حکومت نه‌جوړیـږي

دا بنیاد کوږ دی او پر دې امارت نه‌جوړیږي:

https://www.facebook.com/reel/3980962455489462  

پاکستان دا وارې یوبل اسلام‌اباد جوړوي
هغوی درگرده زموږ په وینو اقتصاد جوړوي:

  https://www.facebook.com/reel/900849288663780  

دا د تراب صاحب د نورو هغو ویدیو گانو لینکونه دي چې ده په خپله خپل شعرونه په کې دیکلمې کړي دي:

د بډو د نه اخیستو توصیه:

https://www.facebook.com/reel/3907437432901693  

د نارنج‌گل په مشاعره کې هبت‌الله ته وړاندیز چې کابل ته راشه:

https://www.facebook.com/reel/4143166089337491  

پاکستاني سیاست‌مدار دې نور غوبل نه کوي:

https://www.facebook.com/reel/1217624490133467  

په دې حال نه‌ومه، یو وخت امیرکروړ ونه زه:

https://www.facebook.com/reel/1050047587037887  

هرپهلوان دلته د سریښو ډنډ کې بند پاتې دی:

https://www.facebook.com/reel/1971112386992333  

ما ډاروئ مه:

https://www.facebook.com/reel/582852724692139  

دا دی خپل ټوپک ویشتلي یو، غلبیل یو:

https://www.facebook.com/reel/1941779336639249 

 

تبلیغیانو ته په خطاب کې:

https://www.facebook.com/reel/1489527785058664  

د کابل مسلماني:

https://www.facebook.com/reel/1492378051547303  

بې له ټوپکه په دا ملک کې گوزاره گرانه ده:

https://www.facebook.com/reel/775827938196432  

د خان او خوار پرتلنه:

https://www.facebook.com/reel/1439923470861171  

هغو سرښندونکو ته چې د ډوښمن ځواب وايي:

https://www.facebook.com/reel/1427899418264197  

افغانستان یې د باروت لمبو کې وسېځلو:

https://www.facebook.com/reel/1452549555991758  

پر موږ باروت راچلوي او چلوي یې پر موږ:

https://www.facebook.com/reel/650369521007660

 

اختر ته:

https://www.facebook.com/reel/1364586344538577  

  

د تراب څو نوي شعرونه:

د مرستې لاس د نړۍ‌والو زموږ هرلوري ته
دې هر لستوڼي ته چې گورم نو منگور په‌کې وي

منو چې ډېر به وي زموږ د خوشحالو قاتلان
چې څومره ډېر وي، نو یوکس به د لاهور په کې وي

https://www.facebook.com/reel/1258863715286799  

په پښتنو کې دوښمني او تربورولي:

https://www.facebook.com/reel/369891069368325  

یاره نور څومره انتظار:

دلته چې هرڅوک راشي، ځان سره ټوپک راوړي

https://www.facebook.com/reel/1255548434958251

د تعلیم په اړوند:

https://www.facebook.com/reel/1295428858868456   

https://www.facebook.com/reel/1094781175877165   

https://www.facebook.com/reel/1242351320428826  

کابل ته د ملا هبت‌الله رابلل:

https://www.facebook.com/reel/9367040153382178  

ملنگ یم، خو خیرات نه‌غواړم:

https://www.facebook.com/reel/1406366463980635  

د نوم پوښتنه:

https://www.facebook.com/reel/647613117620809  

وَ لیونیه سپينې مه‌وایه خپل سر به وخورې:

https://www.facebook.com/reel/1788151952116689  

د تراب صاحب یوه جالبه مرکه:

https://www.facebook.com/reel/1078781084356120  

تبلیغیان:

https://www.facebook.com/reel/720512953947505  

دا ښامارانه به بیا ترڅو زما پر ولس پراته وي:

https://www.facebook.com/reel/1452961625830029  

تراب څومره موده پس شعر لیکي:

https://www.facebook.com/reel/1377890959949483  

داسې خلک چې ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، خو ستنه کې تراوسه تار اچولی نه‌شي:

دا ځای کلیک کړئ

کار اهل کار ته نه‌سپارل او قامولي پالل و:

دا ځای کلیک کړئ

دا څه چې غواړم، دا دې لوی افغانستان ته غواړم:

داځای کلیک کړئ

دا ښاماران به نو ترڅو پر خزانو پراته وي:

(دا ځای کلیک کړئ)

سیاستوال هېڅ‌چېرې د هېڅ‌چا خپلېدلی نه شي:

(دا ځای کلیک کړئ)

طالب چارواکي ورته ناست دي:

په بدنیتۍ چې څوک راغلي، سر یې نه‌دی وړی

دنگو ځوانو، دنگو سرونو دلته خم‌خوړلی

چاویل چې موږه بنگ‌کرلي دي، لونگ نه‌کرو

موږ خو له جنگ سره په جنگ‌یو، چې نور جنگ نه‌کوو

د تراب د ادې صندوق:
د ټولنې طبقاتي ویش:

(دا ځای کلیک کړئ)

چیرته یوغل افغانستان کې سرعام په دارشو:

(دا ځای کلیک کړئ)

 

دا وړۍ به شړۍ نه‌شي ولس‌مشره:

دا هېواد نه د ایران نه د کولاب دی

نه د روس د امریکا نه د پنجاب دی

په کار مې نه‌دي دا دنگ دنگ لکه اوښان پښتانه

څه کوم څه دا دومره ډېر لکه مچان پښتانه

سل‌کاله ژوند لکه گل‌خان چې غلی غلی کوم

دوه ورځې ژوند لکه منظور په کې سپېرلی کوم

تراب د خوشخال په باب غږېـږي:

(دا ځای کلیک کړئ)

د سر بایللې جوارۍ نه مې زړه نه‌صبرېـږي:

(دا ځای کلیک کړئ)

د بغاوت سر او ټیټ شوی سر:

(ولولئ)

د طالب مشرانو په حضور کې شعر ویل:

(دا ځای کلیک کړئ)

د تراب او د هغه د شعر په باب ما پخوا هم ویلي او لیکلې وو او اوس یې هم وایم چې:

تراب په یوه انتریو کې چا ته ویلي وو چې:

«زما ژوند همدغه دی، چې ته یې دلته ویني: اوسپنه وټکوه، لنډه یې کړه، اوږده یې کړه. یره زه خو ځان شاعر نه بولم!» 

نو چې ټوله ورځ او ټول ژوند یې د اوسپنو په ټکولو تېرېـږي، د خپلو فکرونو د بیان له پاره د لغاتو دا لښکر له کومه کوي او بیا دا وییونه څنگه سره پیي، څنگه یې تنظیموي او څنگه یې په داسې احساس وايي چې ته به وایې د تمثیل په کوم لوی پوهنتون کې یې لوړې زدکړې کړې دي چې په سلگونو ناست خلک داسې ورته غلي او غوږ غوږ وي، لکه جادو یې چې پرې کړی وي.

د تراب ټوله شاعري د ظلم او بې عدالتۍ سره د مبارزې او د خلکو د راویښولو له پاره ځانگړې شوې ده. د تراب شعرونه همدې نسل او راتلونکو نسلونو له پاره د یو شتمن میراث بڼه لري او دا میراث موږ باید تر نورو نسلونو پورې هم ورسوو.

تراب د ظالمانو او بې‌عدالتیو سره د مقابلې له‌پاره کوم مسلح لښکر نه درلود، خو د لغاتو داسې یو نه‌ماتېدونکی لښکر یې درلود چې د هر ډول ظالمانو او بې عدالتیو د مقابلې له پاره یې درولی و، ده د مدبر لارښود په ډول د خپلو لغاتو د لښکر مشري کوله او د نارواوو پر ماڼیو باندې زلزلې گډې کړې او ‌نړولې یې.

تراب صاحب د خپل سحرگرذهن په کارخانه کې، د خپلو وللوو لغاتو په کارولو سره د فقر او نیستۍ ــ چې د ټولنې ډېر خلک ورسره لاس گرېوان دي ــ تابلو داسې انځوروي چې که «لیوناردو داونچي» ژوندی وای، ورته حیران شوی به وای. د تراب صاحب په لاندې څوبیتونو کې د یادې تابلو یوه برخه لیدلای شئ:

اې د نازبینو د چم خانه، تا ته څه‌پته ده

ته څه خبریې لوږه څه ته او تنده څه ته وايي

ته چې پیدا‌شوې، په ککو کې درته شات څڅېدل

زه چې پیدا‌شوم، ما د مور اوښکو ته خوله وازه کړه

تا چې قدم کېښود، دیگونه ولسونو خوړل

زه د مور غیـږ کې جام په‌لاس ستاسو کوڅه کې ولاړ

د تراب په شعرونو کې د تاریخ، سیاست او په ټولنیزژوند کې د پېښو شوو بدلونونو د تحلیل او پوهېدنې لوی درسونه په لنډو هنري الفاظو کې داسې وړاندې شوي دي چې د تاریخ او سیاست په پنډو کتابونو کې هم لا نه ځایـږي. 

تراب د سیاست، تاریخ او ټولنیزژوند دا رنگارنگ ترخه اورني بدلونونه لکه اور تر ستوني او غوږونو تېر کړي دي، د خپل نابغه ذهن په لابراتوار کې یې هضم کړي ـ تللي، د شعر په گاڼه یې پسوللي او بېـرته یې اوسني او راتلونکو نسلونو ته د یوې قیمتي ډالۍ په چوکاټ کې د لویو او نه هېرېدونکو درسونو په ډول د خپل دردېدلي ستونې او خولې له لوډسپیکر نه را ایستلي دي چې اوس د ډېرو خلکو له پاره په ویناوو کې د مثالونو د راوړلو په ډول کارول کېـږي او د وخت په تېرېدو سره به دا لړۍ د تراب د فرهنگي میراث او یادگار په ډول نوره هم وغځېـږي.

په پای کې خدای هغه وخت راووست چې تراب له موږ نه جلا کړي. تراب د خپل مرگ منظره لیدلې وه، ځکه یې ویل: هرڅه به وي، «خو زه به په‌کې نه‌یم»

د دې غم‌لړلي بحث په پای به د ده یوغم‌لړلی کلام  راوخلم: 

حجره به وي، یاران به وي، خو زه به په‌کې نه وم

سمسور به دا تمام افغانستان وي، لکه ته

بیگاه یوڅوک په خوب کې راروان وي لکه ته

ما هم بویه نیولی له گرېوان وي لکه ته

تمبل‌وي، ملالی‌وي، میوندي سندرې وايي

گلگون په خپلو وینو ایوب‌خان وي، لکه ته

د سپینوزرو جام کې سپین اوبه، ته جل‌وهلی

نیمگړی مې په غېږه کې ارمان وي لکه ته

اجگر اجگر باڼه یې پر څوکیو ویښ ولاړوي

پـیـزوان دې پر سروشونډو قومندان وي، لکه ته

یوڅوک د جوارگر احساس ترسیوري لاندې راشي

بایللی یې بیا ټول سراوسامان وي، لکه ته

پښتون، پښتون نارې له یو پنډغالي نه راخېژي

لحاظا په دې تور کې بندیوان وي، لکه ته

مذهب، پښتو او خاوره یې دوکړې ده لانورهم

پراته مو په لستوڼو کې ماران وي، لکه ته

رودلې یې دا خاوره لکه اوبه لکه شوده دي

خوبیاهم د دې خاورې دوښمنان وي، لکه ته

زما پښتون ارمان لکه لوټ‌شوی جنگلک دی

کابله زما به هم داسې داستان وي، لکه ته

حجره به وي، یاران به وي، خو زه به په‌کې نه وم

سمسور به دا تمام افغانستان وي، لکه ته

نه زما لوپټه نوې شوه، نه ستا‌څادر ترابه

څوک ماته لاجوابه دي، څوک تا ته، لکه ته

د مطیع‌الله تراب انساني او ملي ارمانونه دې ترسره شي!

اروا یې ښاده

او یاد یې تل‌پاتې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کندهار کې د میرویس نیکه د پاڅون د ۳۲۰مې کلیزې په مناسبت علمي سیمینار جوړ شو

کندهار: د میرویس نیکه پوهنتون له لوري د «د استعمار پر وړاندې د میرویس نیکه مبارزه او د هوتکي پاڅون ۳۲۰مه کلیزه» تر سرلیک...