Homeخبرونهد پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲.۵۹ میلیونه افغانان ایستلي

د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۲.۵۹ میلیونه افغانان ایستلي

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د پنجاب د کورنیو چارو ریاست ویلي، د پاکستان فدرالي او د پنجاب ایالتي حکومتونو له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۲.۵۹ میلیونه افغان وګړي چې په غیرقانوني توګه په پاکستان کې مېشت وو، افغانستان ته ایستلي دي.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د یاد ریاست په وینا، د بهرنیو اتباعو د امنیت ځانګړې څانګه په ټول پنجاب کې د بې‌اسنادو افغانانو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. اوس مهال ۵۳ افغانان د پنجاب د توقیف په ۳۶ فعالو مرکزونو کې ساتل کېږي، ترڅو د هغوی قانوني چارې بشپړې شي.

د کورنیو چارو د ریاست ویاند وویل، د پنجاب حکومت تر اوسه ۱۳۸ زره او ۳۴۲ افغانان په دغو مرکزونو کې توقیف کړي، اسناد یې بشپړ کړي او وروسته یې افغانستان ته لېږلي دي.

هغه زیاته کړه چې د فدرالي حکومت تګلاره روښانه ده: هر هغه څوک چې معتبره ویزه ونه لري، په پاکستان کې د پاتې کېدو حق نه لري او باید وایستل شي.

د ویاند په وینا، حکومت په بازارونو او استوګنو سیمو کې سروې او پلټنې ترسره کړې دي، او له هغې وروسته بې‌اسناده افغانان نیول کېږي او د توقیف مرکزونو ته لېږدول کېږي.

هغه وویل، په دغو مرکزونو کې د افغانانو لپاره د استوګنې، ثبت، او د تورخم له لارې افغانستان ته د بېرته ستنولو ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ویاند د پنجاب له اوسېدونکو هم وغوښتل چې که کوم افغانان په غیرقانوني ډول په سیمه کې ژوند کوي، د بیړنۍ مرستې له ۱۵ شمېرې سره اړیکه ونیسي. هغه ډاډ ورکړ چې د زنګ وهونکو هویت به پټ وساتل شي.

په همدې حال کې، د چارسدې او مومندو چارواکو د یکشنبې په ورځ د بې‌اسناده بهرنیانو پر ضد د فدرالي حکومت د پالیسۍ له مخې ۵۰ افغان وګړي ونیول.

په چارسده ولسوالۍ کې، د عملیاتو په لومړۍ ورځ ۴۷ افغانان د چارسدې، شبقدر او تنګي په تحصیلونو کې ونیول شول. چارواکو وویل، دغو کسانو په پاکستان کې د اوسېدو معتبر اسناد نه لرل.

د ولسوالۍ ادارې ویلي، دغه عملیات د پولیسو او ملکي ادارې له خوا په ګډه ترسره شول، چې موخه یې د هغو بهرنیو وګړو پر ضد اقدام و چې په غیرقانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.

د لومړنیو قانوني چارو له بشپړېدو وروسته، نیول شوي ۴۷ افغانان تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پېښور ته ولېږدول شول او هلته د توقیف په ځانګړي مرکز کې ځای پر ځای شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...