Homeخبرونهد پولنډ سرحدي ځواکونو ۷۱ افغان کډوال ونیول

د پولنډ سرحدي ځواکونو ۷۱ افغان کډوال ونیول

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د پولنډ سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د درې ورځنيو عملیاتو په ترڅ کې د خپلو ختیځو ګاونډیو په پولو کې ۷۱ افغان کډوال او د یو شمېر نورو هېوادونو اتباع نیولي دي.

د دې ادارې په وینا، دغه کډوال له لېتوانیا او بلاروس سره د پولنډ په ګډو پولو کې نیول شوي او د قانوني چارو تر بشپړېدو وروسته ټول د لېتوانیا چارواکو ته سپارل شوي دي.

ډېری کډوال، له لېتوانیا ته تر ننوتلو وروسته، هڅه کوي د پولنډ له لارې، چې له جرمني سره ګډه پوله لري، د لوېدیځې اروپا هېوادونو ته ځان ورسوي.

پولنډي سرحدي ځواکونو همداراز د یوه اوکرایني وګړي د نیولو خبر ورکړ. چارواکو وویل، نوموړی د پنځو کډوالو د لېږدولو لپاره سرحدي سیمې ته تللی و، خو د همدې هڅې پر مهال ونیول شو.

پولنډ په وروستیو کلونو کې، د بیلاروس او لېتوانیا له لارې اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو د هڅو له زیاتېدو سره سم، په خپلو ختیځو پولو کې امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، د بیلاروس او پولنډ پوله اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. اروپايي ټولنه او د پولنډ حکومت د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو تورنوي چې د منځني ختیځ، افریقا او افغانستان کډوال سرحدي سیمو ته لېږدوي او له کډوالۍ څخه د اروپايي ټولنې پر وړاندې د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

خو بیلاروس دا تورونه رد کړي دي.

ډېری افغان کډوال، روسیې یا بیلاروس ته له هوايي سفر وروسته، هڅه کوي د سرحدي ځنګلونو له لارې پولنډ یا لېتوانیا ته واوړي. دوی هیله لري چې د شینګن سیمې ته له ننوتلو وروسته جرمني، فرانسې، هالنډ او د لوېدیځې اروپا نورو هېوادونو ته ځان ورسوي.

پولنډ د اروپايي محکمې له سپارښتنو سره‌سره افغانستان ته د افغانانو په زوره لېږل بیا پیل کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...