تاند (دوشنبه، د چمګاښ/ سرطان ۲۲ مه) د دوشنبې په ورځ د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په سیالیو کې مس عینک لوبډلې امو ته په ۹ ویکټو ستره ماتې ورکړه او په داسي حال کې چې ۵۳ توپونه لا ورته پاې و، ټاکلی هدف یې پوره کړ.
امو نهنګانو، چې لومړی یې توپوهنه وکړه، په خپلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې او د مس عینک لپاره یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه.
خو مس عینک دا هدف په ډېرې اسانۍ ترلاسه کړ او یوازې د ۱۱.۱ اورونو په لوبولو سره یې د یوې ویکټې په زیان ۱۶۸ منډې جوړې کړې. دا د سږني شپږیزې لیګ تر ټولو ستر او یو اړخیز بری ګڼل کېږي.
د مس عینک بري د دوی د چټکې او پیاوړې توپوهنې پایله وه، چې د هدف ترلاسه کولو پر مهال یې یوازې یوه ویکټه له لاسه ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا تنظیمېدونکې شپږیزه کرکټ لیګ د هېواد تر ټولو ستر کورنی شل اوریز (T20) ټورنمنټ دی، چې سږکال د خوست ولایت په کوربهتوب ترسره کېږي. په دې سیالیو کې د هېواد مخکښې سیمهییزې لوبډلې او د افغانستان د کورنیو او ملي لوبډلې ګڼ مشهور لوبغاړي برخه لري.
دې بري، د شپږیزې لیګ په روان ټورنمنټ کې د مس عینک لوبډلې دریځ نور هم پیاوړی کړ.