Homeخبرونهحمدالله محب: هغه راپور حقیقت نه لري، چې ګني پاکستان ورسره اړیکه...

حمدالله محب: هغه راپور حقیقت نه لري، چې ګني پاکستان ورسره اړیکه پرې کړې

تاند ( شنبه، د جوزا ۸مه) د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، په رسنیو کې د ده په اړه خپور شوی وروستی راپور رد کړ.

نن سهار په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې  په کې پاکستان افغان حکومت ته خبرداری ورکړی وو، چې نور د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه ساتي.

تازه نن شنبه، ماسپښین ۳ بجې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په کابل کې د امنیتي مسوولانو په خبري غونډه کې وویل، په رسنیو کې د ده په اړه خپور شوی هغه راپور حقیقت نه لري، چې ګني پاکستان ورسره اړیکه پرې کړې.

محب وایي، که پاکستان غواړي افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي، د طالبانو او نورو غیر رسمي وسله والو ډلو له ملاتړ نه دې لاس واخلي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه : « د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو، نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي».

د یادولو ده ، چې محب د تېر کوچني اختر په اوله ورځ ننګرهار ته د سفر پر مهال په پاکستان توندې نیوکې وکړې او يوې لويې غونډې ته د خبرو پر مهال پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او ډېرې داسې ستوغې خبرې يې وکړې، چې پاکستان يې د ځان په هکله له چا د اورېدو تمه نه درلوده.

نوموړي هغه مهال پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې تاریخ یې جعلي او له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، خو د ویاړ لپاره دومره څه نه لري، چې خپلې سیمې او وسلې پرې ونوموي.

پاکستان: نور له حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړیکې نه پالو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...