چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: د سولې پروسه کې به د مېرمنو حقونه خوندي وي

عبدالله عبدالله: د سولې پروسه کې به د مېرمنو حقونه خوندي وي

تاند ( شنبه، د جوزا ۹ مه ) د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې پروسه کې به د افغانانو تېرې شل کلنې لاسته راوړنې او د مېرمنو حقونه خوندي وي.

ډاکتر عبدالله تېره شپه په سپیدار ماڼۍ کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له ښځینه غړو او د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغانستان به بېرته تېر ته ونه ګرځي.

نوموړي د سولې پروسه کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې ویلي چې د سولې په پروسه کې د افغانانو لاسته راوړنې، د مېرمنو ځای او حقوق خوندي او غښتلي کیږي.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې د حکومت د مرکچي پلاوي غړي حفیظ منصور بیا ویلي چې طالبان د سولې له هیڅ یوې طرحې سره موافقه نه کوي او غواړي د جګړې له لارې واک ته ورسېږي.

حفیظ منصور په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي ، چې طالبانو د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په اړه د دوی یو وړاندیز هم نه دی منلی خو ټینګار کوي، چې دوی د بشپړ اسلامي حکومت غوښتونکي دي.

د افغان حکومت مذاکراتي ټیم دا غړی داسې مهال موقت مشارکتي حکومت د جګړې د درولو غوره لار بولي، چې تېره ورځ ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، نه د افغانانو پر وژنې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی