چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ طالبان وژل شوي

تاند ( شنبه، د جوزا ۹ مه ) د افغانستان ملي دفاع زارت وايي، د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د افغان ځواکونو په عملیاتو او مخامخ نښتو کې ۲۱۰ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او ۹۵ نور یې ټپیان شول.

له دغه وزرات څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۱۰ طالبان ووژل شول، ۹۵ ټپیان شول او ۳ تنه نور ژوندي ونیول شول.

خبرپاڼه وايي، د دغو عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې دغه طالبان ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بغلان، بدخشان او کندز ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان او نیول شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، د بدخشان ولایتي چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د وردوج او یمګان ولسوالیو له لارې د لاجوردو په کان برید وکړ چې افغان ځواکونو په شا وتمباوه.

د دغه ولایت د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د بهرنیو وسلوالو په ګډون د دې ولایت د لاجوردو په کان وسلوال برید وکړ چې د افغان ځواکونو او دغه راز د کران او منجان ولسوالیو د ولسي پاڅون کوونکو مقاومت سره مخ شول.

نظري زیاتوي چې په دغه نښته کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو د کره ارقامو په اړه څه نه وايي.

له بلې خوا وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب