Homeخبرونهد کرنې وزارت: پکتیکا کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي

د کرنې وزارت: پکتیکا کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي

تاند — د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیکا کې د زعفرانو د کر او حاصل د لا پراختیا په هدف ټاکل شوې چې سږ کال د دې ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۱۰ ننداریزې کروندې جوړې شي.

د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د زعفرانو د کښت، ګل ټولونې، اقتصادي ارزښت او پراختیا په هدف دا لس ننداریزې کروندې به په مرکز ښرنې، سروبي، جانیخېل، یوسف خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې جوړې شي.

سرچینه وايي، کروندګرو ته د یادو ننداریزو کروندو په هکله هر اړخیزه روزنه ورکړل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې د کرنې وزارت هڅه کوي چې په یاد ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي.

1 COMMENT

  1. دودیال
    دا سمه ده چې موږ لا تراوسه پښتو کې یوشمیر اصطلاحاتو؛ په تیره مسلکی څانګو کې وړ او د ریښتنی مفهوم او ټولې معنا لیږدوونکی اصطلاحاتوکره معادل نلرو، اما کیدای شی په دې برخه کی کار وشی، که چیری کومه اصطلاح کارول کیږی، باید د مسلک د متخصص او ژبپوهانو له خوا تایید شوی وی. په دغه خبر کی ستاسو موخه demonstration ده. په دری کی ورته مزرعه یا قطعه ی نمایشی وایی. هغه بیلګیزه کرونده چې موخه ورڅخه ښودنه وی او بزګرانو ته د یو تخم، ونې، بوټي یا بل کرنیز پرکټس ښودنه کوی او بزګران به کټ مټ هغه تطبیقوی. دا د کرنیز ترویج ( Agricultural extension) یوه مسلکی اصطلاح ده.
    موږ لا اوس هم په ترویجی خدماتو کی ډیر وروسته پاتې یاستو. د سردار محمد داوودخان پرمهال دې برخې ته اساسی توجه شوی وه، خو افسوس چې هغه ارمانونه نیمګړی پاتې شول. د تیر شل کلن فاسد او بی کفایته حکومت، دکرنی وزارت؛ په شلو کلونو کی د زښته ډیرو پیسو او ډیرو انجیو ګانو سره سره دې برخه کی هیڅ هم ونکړل، دوخت د ترویج رییس ف.فضل ته می یوه ورځ ټول واقعیتونه وویل هغه اعتراف وکړ. په هر صورت؛ ښه به وی چی د ننداریزی پرځای یا نمایشی قطعه( کرونده) ولیکل شی، یا ښودنیزه . معنا دا چې ننداریزه کره معنا نه لری.
    درناوی. که زه تیر وتی یم راته لارښوونه وکړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...