جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا تازه ۶۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوي

افغانستان کې د کورونا تازه ۶۵۴ مثبتې پېښې ثبت شوي

تاند ( شنبه، د جوزا ۸مه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۶۵۴ نوې پېښې ثبت شوي او ۲۰ ناروغان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې په هېواد کې له تېرې شپې راهیسې ۲۰ ناروغان مړه شوي، چې یوازې ۶ یې په کابل کې دي.

سرچینه وایي، چې د تازه ثبت شویو پېښو سره د ټولو اخته کسانو شمېر ۷۰ زره ۷۶۱ کسانو ته  ورسېده.

له دې شمېر څخه ۵۷۲۸۱ ناروغان رغېدلي ۲۹۱۹ نور مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان زیاتوي، چې د کورونا وبا تازه څپه په چتکې د خپرېدو په حال کې ده.

یاد وزارت  د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سر له نن شنبې  ( د غبرګولي ۸)  د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، پوهنتونونه او د روزنې مرکزونه د دوه اوونیو لپاره رخصت کړل.

د کورونا دریمه څپه؛ ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز بهیر وتړل شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...