Homeخبرونهد کورونا دریمه څپه؛ ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز بهیر وتړل شو

د کورونا دریمه څپه؛ ۱۶ ولایتونو کې ښوونیز بهیر وتړل شو

تاند (شنبه د جوزا ۸مه) عامې روغتیا وزارت، یو ځل بیا د کورونا ویروس له امله پوهنتونونه، ښوونځي او ټول ښوونیز مرکزونه د دوه اونيو لپاره رخصت اعلان کړل.

له عامې روغتيا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کورونا ويروس د دریمې څپې د خپرېدو مخنيوي په موخه به د هېواد په ١٦ ولايتونو، کابل، غزني، هلمند، کندهار، لوگر، ننگرهار، پکتیا، پروان، میدان وردګ، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندز او نيمروز کې ښوونیز بهیر سر له نن شنبې د دوه اونیو لپاره وتړل شي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دا پریکړه وروسته له هغې شوې، چې په هېواد کې د کورونا ویروس د تازه ثبت شوو پېښو شمېر په یو ورځ کې سلګونو ته ورسیده.

لوړو زده کړو او پوهنې وزارت لا تر اوسه د دې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.

کابل ښاروالي هم د تېرې پنجشنبې په ورځ پریکړه وکړه، چې د یاد ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه به راتلونکې اونۍ په کابل کې د ودونو د مراسمو تالارونه وتړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...