جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزمطبوعاتي جرمونه څه شی دي؟

مطبوعاتي جرمونه څه شی دي؟

محمدصادق رښتینی||

د یوې رسنۍ له لارې د داسې یوعمل یا کار تر سره کول جرم بلل کېږي، چې د اسلامي شریعت اویا د افغانستان دنافذه قوانینو د احکامو پر خلاف وي او په مقابل کې يې سزا ټاکل شوې وي.

دغه ډول جرمونه پر دوو برخو وېشل کېږي.

۱: فردي جرمونه۲: عمومي جرمونه

فردي جرمونه

فردي جرمونه هغو جرمونو ته ویل کېږي، چې په کولو سره يې، دیوې رسنۍ له خوا دیوې وینا یا راپور په خپرولو سره،دیوه فرد یا شخص حریم ته صدمه ورسېږي.

د دغه ډول جرمونو بېلګې په لاندې ډول دي.

۱:افترا، بدنامول یا تور لګول: په یوه رسنۍ کې د یوه کس، یوې ادارې او یا هم یوه سازمان په هکله داسې وینا خپرول، چې له امله يې دهغه کس، هغه سازمان او يا هغې ادارې اعتبار ته زیان ورسېږي.

۲: دخلکو دشخصي حریم په مقابل کې بې پروايي: مشهور او نامتو شخصیتونه د کاري ژوند تر څنګ شخصي ژوند هم لري. د خلکو شخصي ژوند ته ور ننوتل، دخبریال لپاره یو عادي کار دی او که چېرې په دې برخه کېد فردي حریم په اړوند د خلکو د علاقو او د بیان د آزادۍ تر منځ، چې د خلکو مشروع غوښتنه یا توقع ده،دقت ونه شي،دا جرم بلل کېږي.خو خبریال یوازې هغه وخت کولای شي، چې د یو چا شخصي ژوند ته ورننوځي، چې د شخص خصوصي کارونه یا فعالیتونه د هغه په کاري ژوند باندې مستقیمه اغېزه ولري. د بېلګې په توګه:

یو شخص په غیر رسمي وخت کې په خپل کور کې له نشه یي موادوڅخه استفاده کوي. په دې صورت کې خبریال خپل ځان ته دا حق نه ورکوي، چې د شخص کور ته ور ننوزي، خو که چېرې دغه شخص د نشې په حالت کې موټر چلوي او کوم څوک پرې ووژني، په دې صورت کې خبریال دغه حق لري، چې د هغه د خصوصي ژوند په هکله او د دغه شخص له خوا د نشه یي موادو د استعمالېدو په اړه، راپور جوړ کړي.

۳: ادبي سرقت یا غلا:دنورو خبریالانو راپور او لیکنه دهغوله اجازې پرته په خپل نوم خپرول.

۴: د رسنیو له لاری تهدید: په دې برخه کېبېلابېل موارد شامل دي،یوه شخص یا دهغه ادارې تهد بم د چاودنې په هکله په رسنیو کې اخطاریه یا خبرداری، د یرغمل او سړي تښتونو په ډول د مهمو موضوعاتوپه اړه، په ژوندۍ بڼه راپور یا ددغه ډول جرمونو دسرته رسېدو پر مهال،له تورونو کسانو او په پېښه کېله ښکېلو اړخونو سره د مسوولو چارواکو له اجازې پرته په ژوندۍ (مستقیمه) بڼه مرکه کول او یاهم د جنګ په وخت کې د هېواد د عسکرو د تلفاتو خپرول، چې هدف یې د عسکرو روحيه کمزورې کول وي.

۵:د درواغو او له واقعیت څخه لېرې معلومات خپرول:

دا هم مطبوعاتي جرم دی، چېخبريال د خپلې دندې ياحقايقو ته د انعکاس ورکولو پر مهال، له دقت څخه کار وانه خلي او دیوه کس په هکله له واقعیت څخه لېرې مطالب او معلومات خپاره کړي.

عمومي جرمونه:

دا هغه جرمونه دي،چې په یوه شخص پورې ارتباط نه لري، بلکې په عمومي ډول د افغانستان ملي ګټو ته پکې زیان رسېږي.

په افغانستان کې لا تر اوسه په مشخص ډول ملي ګټې نه دې تعریف شوې، خو په لنډه توګه ویلای شو،چې هره هغه وینا او راپور،چې په خپرېدو سره يې د يوه هېواد سياسي او جغرافيايي خپلواكي او دغه راز پوځي،مالي، د وګړو سوكالي،دیني، فرهنګي اواخلاقي ارزښتونوته ضربه ورسېږي،دا دملي ګټو زیان بلل کېږي.

ددغه ډول جرمونو بېلګې په لاندې ډول دي:

۱: د عامه نظم او امنیت پرضد جرمونو ته د خلکو تشویق او تحریکول:

د جزا دقانون د ۲۲۳ مادې د حکم په اساس،له ویناو،و راپورونو،لیکنو، نقاشيو، رسمونواو یا نورو وسیلو څخه په ګټه اخيستلو، مذهبي قومي او ژبني تبیعض ته لمن وهل او دتفرقې پر لوردخلکو هڅول.

۲: غیر اخلاقي خپرونې: دهغو ویناوو، سندرواشتهارونو او مطالبو خپرول،چې د افغانستان له کلتور او رواجونو سره په مخالفت کې وي. یا خلک اخلاقي فساد ته و هڅوي، د۲۳۶ مادې د حکم په مطابق جرم بلل کېږي.

۳: د شایعاتو خپرول: د۲۳۹ مادېدحکم په اساس، د رسنیو له لارې خلک فتنې او بې نظمۍ ته رابللجرم دي.

۴: د دولت پرضد د خلکو د پاڅون تحریکول: د جزا دقانون د۲۴۰ مادېمطابق دهغو خبرونو، معلوماتو او د درواغجونو بیانیو يا غرض لرونکو تبلغاتو خپرول،چې هدفيي تحریک امېزه اخلال اودخلکو تر منځ د وحشت رامنځته کول وي.

۵: د محاکمو دغیر علني جلسو بهیر خپرول، د محکمې له اجازې پرته:

د افغانستانداساسي قانون د۱۲۸ مادې دحکم پر اساس،په محاکمو کې، محاکمه پر دوه ډوله تر سره کېږي.علني محاکمه او سري یا تړلې محاکمه.

علني محاکمه په ښکاره ډول ترسره کېږي او هر څوک حق لري، چې د قانون د احکامو په پام کې نیولو سره حاضر شي او دمحاکمې جریان تعقیب کړي.

او سري یا تړلي محاکمې،چې تر ډېره پر کورنیو او حقوقي مسایلو جوړېږي،محکمه دا حق لري، چې په دغو حالاتو کې په قانون کې وضاحت لري او يا د محاکمې سري‌توب ضروري تشخیص شي. سري(تړلې) ناستې دایرې کړي. خود محاکمې پایلې باید اعلان شي.دجزا دقانون د حکم په اساس، د مسوولو چارواکو له اجازې پرته د دا ډول محاکمو جریان خپرول جرم بلل کېږی.

۶: دافغانستان ملت، ملي بیرغ، د دولت نښان، ولسمشر، بهرنيو دولتونو او دبهرنیو هېوادونو رسمي استازو ته سپکاوی، دقانون د ۲۴۱- ۲۴۳ مادو له حکم سره سم جرم بلل کېږی.

دیني مقدساتو ته توهین: هغه مطالب چې د اسلام د مقدس دین حکمونو او نورو ادیانو يا مذهبونو ته سپکاوی وي، د ۳۴۸ مادې د حکم په اساس، جرم بلل کېږي.

ماخذ: د افغانستان قوانین، بارکزی ارشاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب