شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeټولنیزانسانفروشي| احسان الله درمل

انسانفروشي| احسان الله درمل

یو خو د غلامۍ د دورونو کیسې دي، چې انسانان به خرڅېدل او راخرڅېدل، زه هغه کیسه نکوم، ځکه ظاهرآ اوس په نړۍ کې د غلامۍ پر وړاندې نفرت راټوکیدلی او د غلامۍ دور خلک د تیاره تاریخ او ماضي خبرې بولي. مګر اصلي حقیقت دادی، چې غلامي او انسانفروشي د انساني تاریخ همېشنۍ برخه ده، یوازې د بڼې او میکانیزم په توپیر. د اوسنیو نړیوالو مدني قوانینو ټوله هڅه دا ده، چې یو انسان د بل له جغ نه خلاص کړي او د انساني کرامت فضا حاکمه کړي، مګر مه دې شه، ځکه چې په انساني ټولنه کې هغه حالت هېڅ وخت ممکن ندی، چې د ټولو انسانانو ذهني، فکري، اجتماعي او اقتصادي کچې یو شان شي.

د دغو بېلا بېلو کچو توپیرونه تل ددې سبب کېږي، چې له یوه پلوه په ټیټه کچه کې واقع انسان د بل یو څه لاسبري انسان غلام شي. مهمه نده، چې ددې غلامۍ نوم هر څه وي. له انسانانو نه پرته له کوم بدیله او یا د لږ څه په مقابل کې بې کچه ګټه اخیستنه د انسان د غلام کولو هڅه ده، که د غلامۍ او بادارۍ تر عنوان لاندې وي او کنه؟

د دې ګټې اخیستنې لوی دلیل زیاتره مهال اقتصادي توپیر نه وي، بلکې د ذهني او فکري کچو توپیر دې ته لاره هواروي، چې یو انسان بل ته مهار کړي. د نړۍ ډېر ماړه جاهلان په یوه شکل نه په یوه شکل غلامان دي، مګر د نړۍ ډېر بېوزله پوهان ازاد ژوند کوي. د استعماروونکو او استثماروونکو د لوبې میدان زیاتره مهال د نورو جهل او ناپوهي وي. ښاري دوکانداران له کلیو او اطرافو نه راغلي ساده خریداران په اسانه غلطوي او نسبتآ ډېر ورته خوشحالېږي، دا ځکه چې د کلیوال ساده ګي او نابلدي د ښاري دوکاندار د ګټې اصلي راز کیدلی شي.

د لابراتوارونو او غټو تخنیکي معایناتو ډاکټران د معاینه خانو ډاکټرانو ته د مریضانو پر سر فیصدي ورکوي. مریض زما لابراتوار ته راولېږه، دېرش سلنه یې ستا. ناروغ د زړه د ایکو معاینې ته راولېږه، په زرو کې درې سوه یې ستا. ناروغ د سیټي سکن لپاره راولېږه، پنځه سوه یې پکې ستا. په یو شخصي روغتون کې د سیټي سکن د ماشین خاوند ډاکترانو ته په هر ورلېږلي ناروغ پنځه سوه روپۍ ورکوي، ناروغ سم راغلی نه وي، چې د داخله، جراحي او عصبي ډاکټران پکې د سیټي سکن لپاره استطباب لټوي. دلته په خپله تاریخچه کې د یوه واړه سرخوږي یادونه ددې سبب کېږي، چې ناروغ د سر سیټي سکن ته مجبور شي. د ایکو کارډیو ګرافي له یوه ډاکتر نه مې پوښتنه وکړه، چې مثلا که زه ناروغ تاته درولېږم، دا درې سوه ماته له کومه راکوې؟

هغه وویل، دا ستا حق دی، ځکه چې ماته ناروغ رالېږې. ما وې زما حق خو فیس دی او هغه خو زه په معاینه خانه کې اخلم. وې یې نه ډاکتران ډېر تکلیف کوي، باید له لابراتوار، ایکو او هر څه نه خپله برخه واخلي. ماته داسې ښکاري، لکه د معاینه خانې ډاکتر چې د خدای (ج) انسان یوازې په درې سوه، دیرش سلنه او یا پنځه سوه افغانۍ خرڅوي. هغه پیسې، چې لابراتوار او یا نور معاینات یې ډاکټر ته د پټې فیصدۍ په توګه ورکوي، د هغه ناروغ بیه ده، چې ډاکټر یې معایناتو ته ورلېږي. له انسانانو نه پرته له کوم بدیله ګټه کول او هغه هم پداسې شکل، چې د هغوی اروا هم نه وي خبره، زموږ د عصر د ازاد بازار او اقتصاد اصلي راز دی. دا اقتصاد هغه مهال ټکنی کېږي، چې د انسانانو پوهه لوړېږي او همدا علت دی، چې د انسانانو د یوې برخې جاهل ساتل او یا په لوی لاس جاهل کول، د انساني ټولنې د یوې بلې برخې د اقتصادي پروژې لویه برخه تشکیلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب