شنبه, مې 18, 2024
Home+سرېلانکا په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش مات کړ

سرېلانکا په وروستۍ لوبه کې بنګله دېش مات کړ

تاند ( شنبه، د جوزا ۸مه) د سرېلانکا او بنګله دېش ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه په ستر توپير سرېلانکا لوبډلې وګټله.

د لوبې پچه سرېلانکا وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه.

سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۶ منډې وکړې او بنګله دېش ته یې د ۲۸۷ منډو هدف وټاکه.

کوشل پریرا ۱۲۰  او ډي سلوا ۵۵ ناسوځیدلې وکړې.

د بنګله دیش لوبډله د سرېلانکا د توپ اچونې پر وړاندې ښه ونه ځلېده او ټول لوبغاړي په ۴۳ام اور کې په ۱۸۹ منډو له لاسه ورکړل او لوبه يې وبایلله.

محمود الله ۵۳، مصداق حسین   ۵۱ او مشفیق الرحیم ۲۸ منډې وکړې.

سرېلانکا لپاره بیا چیمرا ښه وځلید او ۵ لوبغاړي وسوځول .

د یادونې ده چې له دې وړاندې دوه پرلپسې لوبو کې بنګله دېش لوبډلې سرېلانکا کرکټ لوبډلې ته ماته کړې ده.

د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی مشفق الرحیم وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب