یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهضیاء سراج: تېره اونۍ شا اوخوا ۱۵۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ضیاء سراج: تېره اونۍ شا اوخوا ۱۵۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند — د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج وايي، تیره اونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې شااوخوا ۱۵۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي سراج نن شنبه/ د جوزا ۸مه/ په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل چې د مرګ ژوبلې زیاتوالی د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو پیدا کېدو لامل هم شوی دی.

د هغه په خبره چې دغې شمېر مرګ ژوبلې د طالبانو د رهبرۍ په منځ کې یو ډول اختلافات رامنځته هم رامنځته کړي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت بیا وايي چې اوس مهال د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې پرمهال یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، لغمان، خوست، غزني، لوګر، پکتیکا، زابل، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ، جوزجان، سرپل، سمنګان، هلمند، بغلان، بدخشان او کندز کې د طالبانو بریدونه دفعه شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې نن شنبه/ د جوزا ۸مه خپره شوې راغلي، د تیرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د افغان ځواکونو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۲۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا چې د وسله والو طالبانو د حملو پر وړاندې پوره چمتووالی لري.

وسله والو طالبانو تر اوسوه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب