دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د زړه بړاس| جنرال دولت وزیري

د زړه بړاس| جنرال دولت وزیري

په دې ټول پوهېږي چې انسانان د خدای «ج» له خوا ازاد نړۍ ته راځي او دا حق هم لري چې ازاد ژوند وکړي، ازاد وګرځي، ازاد واوري، په ازادانه ډول پرېکړې وکړي او په ازاده توګه خپل غږ اوچت کړي، یانې د زړه بړاس وباسي.

ځینې خلک کله چې له ستونزو سره مخ شي، کله چې د غم سېلاب ورباندې راشي او یا کله چې ناکامۍ يې له ګرېوانه ونیسي، دوی په دغه مهال د خپل حال او خپل ژوند څخه په ګیلو او سورو سر شي.

له دې سره دوی خپل زړه تش او سپک کړي او یا په بل عبارت د خپل زړه براس وباسي. د انسانانو پر زړونو او ذهنونو یوازې د غم او ستونزو پر مهال فشار نه راځي او یوازې په همدغه حالاتو کې د زړه تشولو ته اړتیا نه لري، بلکې څرنګه چې ژوند ټول وخت له خوښیو، خوندونو، بریالیتوبونو، ستونزو، ناکاميو او بدمرغیو سره ملګری وي، دا ډول حالات په مختلفو شکلونو پر انسانانو د فشار سبب ګرځي او په هر حالت کې د زړونو د بړاس ايستلو ته اړتیا لري.

کله چې یو څوک ډېر زیات له خوښیو سره مخ کېږي او ونه شي کولای چې خپله خوښي او یا بری له چا سره شریک کړي. د دې ډېر امکان شته چې د ذهني فشار له کبله له روحي ناروغیو سره مخ شي.

تر کومه ځایه چې د غم او نادودو پر وخت د زړه تشولو ته اړتیا وي په همغه اندازه د خوښیو او بریا پر وخت يې اړتيا ليدل کېږي.

 ډېر غلي او ګوښه ناستي انسانان تل په روحي ناروغیو اخته وي، ځکه چې ټول وخت د منفي او پوچو سوچونو تر برید لاندې وي او بیا همدغه منفي او پوچ سوچونه د روحي ناروغیو سبب ګرځي.

د روحیانو ډاکټران هېڅ وخت د خوښیو پر مهال څوک له خندا او د خوښیو له اظهار څخه نه منع کوي.

وايي« خندا د ژوند مالګه ده.» او یا وايي «مړی په ژړا ښه ښکارېږي او واده په خوښیو او سندرو.»

زموږ د هېوادوالو زړونه د خپلو نادودو، بېغوریو او ناولو کړنو له امله له بړاس څخه ډک او همدغو ناوړه کړنو په واسطه په روحي ناروغیو اخته شوي دي. ځکه چې یا د زړونو د تشولو جرئت نه لري او یا په خپله په ناوړه کړنو کې ښکېل دي او یا نه غواړي چې له دغو روحي رنځونو څخه ځانونه وژغوري. که ورته ښه ځير شو:

له څلوېښتو کلونو څخه زیاته موده په جګړه کې ښکیل،

له څلوېښتو کلونو څخه زیاته موده د خيرات په پیسو ژوند کول،

له څلوېښتو کلونو څخه زیاته موده په وژلو او ويجاړولو کې تېرول،

له څلوېښتو کلونو څخه زیاته موده په نفرتونو کې ژوند کول،

په فساد کولو او رشوت اخیستلو ویاړ کول،

د یوه واحد افغان او واحد ملت نه جوړېدل،

د پردیو په لمسون سوله نه کول،

په جهالت او بدمرغیو کې ژوند کول،

د پردیو نوکري او په لسګونه نورې ناخوالې او ناوړه کړنې زړونه لا څه چې ذهنونو، فکرونه او عقل د انفجار نقطې ته رسوي، خو له بده مرغه دا ټولې ناکردي زموږ هېوادوال زغمي، نو ځکه ټول په رواني او روحي رنځونو اخته او د خپلو ځانونو د خلاصون لاره نه شي موندلای.

د خلاصون او بدلون لاره په جرئت، زړورتيا او په پیل کې ده. د جګړو او ناکردو څخه زموږ د خلاصون لپاره له اسمان څخه ملائکې نه راځي، ملائکې يوازې د لوی خدای «ج» په امر او فرمان زموږ سره مرسته کولای شي.

راځئ چې د رواني ناروغیو او د بدمرغه ژوند او له ناوړه جګړې څخه د خلاصون لپاره په ډیر جرئت لومړی د خپلو زړونو څخه بړاس وباسو، د هر چا ناوړه کړنې بر ملا او ټولو ته ښکاره کړو او بیا د خپل ژوند د بدلون لپاره لاس په کار شو.

خدای پاک وايي:« تاسو حرکت وکړئ زه به برکت وکړم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب