Homeخبرونهولسمشر غني وايي یوازې سوله څلوېښت کلنه جګړه پای ته رسولی شي

ولسمشر غني وايي یوازې سوله څلوېښت کلنه جګړه پای ته رسولی شي

تاند (پنجشبنه د حوت ۱۴) ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې سوله یې لومړیتوب ده او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

ښاغلي غني پرون چهارشنبه د کابینې په غونډه کې د یو شمېر نورو مسایلو تر څنګ د سولې پر روان بهیر هم خبرې وکړې.

د ارګ په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې ناسته کې وویل، سوله د افغانانو لومړیتوب دی او دوی پوره څلوېښت کاله له خپل دغه مسلم حق محروم ساتل شوي دي.

سرچینه وايي، نوموړي د کابینې له غړیو او والیانو وغوښتل چې د سولې لپاره هڅې وکړي او له ولس سره اړیکې نژدې کړي.

د ولسمشر غني په خبره څومره چې د حکومت چارې پیاوړې کېږي، شفافیت رامنځ ته کېږي او د ولس او حکومت ترمنځ اړیکې پیاوړې کېږي چې په دې سره د سولې د راتګ احتمال ډېرېږي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر اشرف غني د سولې په برخه کې د نړیوالو له همکاریو هم مننه وکړه او د افغان سولې په تړاو یې د روسیې وروستی دریځ هم وستایه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د سولې په برخه کې د روسیې همکاري اړینه ده.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د بهرنیو چارو له حنیف اتمر سره په یوه ګډ کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت څرګندونې وکړې.

سرګي لاوروف د دوحې د سولې په بهیر نیوکه وکړه او د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د بریا لپاره یې د مسکو د بهیر د بیا پیل وړاندیز وکړ.

روسیه:د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د بل پړاو کوربه توب ته چمتو یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...