Homeخبرونهجلال آباد ښار کې ماین چاودنې یوه ښځینه ډاکټره وژلې

جلال آباد ښار کې ماین چاودنې یوه ښځینه ډاکټره وژلې

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۱۴) د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده.

د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان زړې قونسلګرۍ سره نږدې پر یو رېکشا د نښلېدونکي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي په دې پېښه کې د صدف په نوم یوه ډاکټره چې په حوزوي روغتون کې دنده لرله وژل شوې ده.

بل لورته د ننګرهار روغتیايي مسوولین هم مني چې چاودنه کې د عامې روغتیا اړوند د یوه روغتون ولادي او نسايي برخې ډاکټره وژل شوې.

د یاد روغتون مسوولان زیاتوي چې په دې پېښه کې یو بله ماشوه ټپي شوې هم ده.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا پېښه  داسې مهال رامنځته کېږي چې وړمه ورځ هم  د ښار په منځ کې وسله والو کسانو ۵ ښځينه وو ته چې درې یې د یو خصوصي تلویزیون کارکوونکې وي مرګ ژوبله اړولې وه.

عام خلک وروستیو نا امنیو اندېښمن کړي او له اړونده ادارو غواړي چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...