جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد منځنۍ آسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريز پېټی د غلام خان بندر له...

د منځنۍ آسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريز پېټی د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته روانه شوه

تاند (پنجشنبه د حوت ۱۴) د منځنۍ آسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريز پېټی پرون چهارشنبه خوست ته ورسېده او د غلام خان بندر له لارې کراچۍ ته روانه شوه.

د خوست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، له تاجکستان څخه دغه لومړنۍ ټرانزیټي محموله پرون چهارشنبه خوست ته ورسېده او د غلام خان بندر له لارې به کراچۍ ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست والي مهمند کټوازي د دغې محمولې هرکلی وکړ او ویې ویل چې غلام خان بندر له پاکستان سره د نورو ټولو بندرونو په پرتله د سوداګرو او ترانزيټي توکو له پلوه ارزانه او لنډه لار ده.

سرچینه زیاتوي، غلام خان لار دا مهال د ټرانزیټي توکو پر مخ خلاصه او هره ورځ پرې ټرانزیټي توکي تېریږي، چې د سوداګرو او عامو خلکو لپاره یې وړ سهولتونه رامنځته کړي.

د خوست ولايت يو شمېر سوداګر وايي په دې محموله کې د ډبرو سکاره بار دي، چې پاکستاني سوداګرو په تاجکستان کې پېرلي او د خوست سوداګرو يې ورته د لېږد زمېنه برابره کړې ده.

شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم يوه ترانزېټي محموله له پاکستان نه د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته وارده او د حيرتان بندر له لارې تاجکستان واستول شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...