شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهناپېژاندو وسله والو ننګرهار کې د یوې کارخانې ۷ کارګر وژلي

ناپېژاندو وسله والو ننګرهار کې د یوې کارخانې ۷ کارګر وژلي

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۱۴) ناپېژاندو وسله والو د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د یوې کارخانې ۷ کارګر وژلي دي.

ځايي سرچینې وايي چې دا پېښه تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې رامنځته شوې ده.

دوی وایي وژل شوي کسان د ګچو د یوې کارخانې (مزدوران) دي.

بل لورته د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال جمعه ګل همت هم دا پېښه مني او وایي په دې پېښه کې ۷ تنه وژل شوي دي.

ښاغلی همت وایي د پېښې لامل لا معلوم نه دی او په اړه یې څېړنې روانې دي.

نوموړی وایي په دې تړاو یې ۴ شکمن کسان هم نیولي چې ترې څېړنې روانې دي.

د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې یوې رېکشا پورې نښلو شوي ماین چاودنې د حوزوي روغتون یوه ډاکټره ووژله.

2 COMMENTS

  1. د دې ټولو پېښو مسوول پنجابی تورمخی لعنتي ټالب دی.
    ټالب د افغانستان او خصوصا د پښتنو د تباهي لپاره یوه کرغېړنه وسیله ده . ټالب ترټول جاهل او قصی القلب حیوان دی چې د خپلوهمنوعو په وینو نه مړیږي . ټالب د خپل لعنتی بادار چې دی هغه ته د فرعون په شان د خدایی مقام قایل دی ، دا هرڅه سرته رسوي . دا ځکه چې ټالب اوربند نه کوي . خپله نادانه ټالب او د هغه نورملحقات د افغانستان د بربادۍ او افغانانو د وژلو اصلي عاملین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب