یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه وايي، طالبان د اکثریت بریدونو او هدفي وژنو مسؤل دي

اروپايي ټولنه وايي، طالبان د اکثریت بریدونو او هدفي وژنو مسؤل دي

تاند (پنجشنبه د حوت ۱۴) اروپايي ټولنه وايي، طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.

اروپايي ټولنې دغه څرګندونې په یوه اعلامیه په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو د وژلو په غبرګون کې کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، د مرسل وحیدي، شهناز رووفي او سعدیه سعادت وژنه سخته خواشینوونکې پېښه ده.

دغه بنسټ وايي، په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه چې خبریاله ملاله میوند ووژل شوه، دا حملې ښيي چې د رسنیو کارکوونکي، په ځانګړي توګه ښځې، له څومره زیانمنوونکي او خطرناک وضعیت سره مخامخ دي.

باید وویل شي چې ددې برید مسؤلیت داعش ډلې منلی او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.

خو اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې طالبان په مستقیمه او یا هم د اوربند په مخالفت سره د ملکیانو د اکثریت مرګ ژوبلې او هدفي حملو مسؤل دي.

د یادونې وړ ده چې د انعکاس په نوم د خصوصي تلوېزیون د دوبلې برخې درې تنه ښځینه کارکوونکې وړمه ورځ د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې په وسله والو بریدونو کې ووژل شوې.

تر دې مخکې د تېر کال په ډیسمبر میاشت کې هم ددغه ټلوېزیون یوه ښځینه ویانده د سوله والو په برید کې وژل شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب