چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې لارښود چې بهرنی وګړی...

کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې لارښود چې بهرنی وګړی دی ونیول شو

تاند (پنجشبنه د حوت ۱۴) له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت پلازمېنه کابل کې د الکولي مشروباتو د یوې شبکې، چې په سر کې یې یو بهرنی وګړی دی د نیولو خبر ورکړی.

له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شبکه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې نیول شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه شبکې مشر یو بهرنی وګړی دی چې کابل ښار کې یې الکولي مشروبات په عمده او پرچون ډول په مشتریانو پلورل.

سرچینه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۷۳۰ بوتله الکولي مشروبت، ۱۱۶۰ بوتله بیر، ۴۷۲۱ امریکايي ډالر، ۷۵ زره افغانۍ، یو زرې لنډکروزر موټر د یاد کس له ډیپوګانو څخه تر لاسه شوي دي.

له نشه يي توکو سره د کورنیو چارو وزارت د مبارزې معینیت د معلوماتو له مخې، دغه کس به په دې لنډکروز موټر کې ۲۴ ساعته د کابل ښار په مختلفو برخو کې الکولي مشروبات پلورل، خو د نیول شوي کس هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل او هرات په هوايي ډګرونو کې دوه کسان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي.

ددې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د حامد کرزي او د هرات د خواجه عبدالله انصاري په نړیوالو هوایي ډګرونو کې دوه تنه چې غوښتل یې یوه اندازه هیرویین او چرس په مسافر وړونکو بیکونو بهر ته قاچاق کړي ونیول شول.

خبرپاڼه زیاتوي، له نیول شویو کسانو نژدې درې کیلو ګرامه هیرویین او چرس ترلاسه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب