جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهغني: افغانان څلوېښت کاله له سولې محروم پاتې شوي

غني: افغانان څلوېښت کاله له سولې محروم پاتې شوي

تاند(پنجشنبه، د حوت ۱۴) ولسمشر غني ویلي، سوله یې لومړیتوب دی او د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

نوموړي تېره ورځ د کابینې په غونډه کې د نورو مسایلو تر څنګ د سولې پر روان بهیر هم خبرې کړې دي.

ولسمشر زیاته کړې چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی او دوی پوره څلوېښت کاله له خپل دغه مسلم حق محروم ساتل شوي دي.

هغه د کابینې له غړو او والیانو غوښتي چې د سولې لپاره هڅه وکړي او له ولس سره اړیکې نږدې کړي.

د ولسمشر غني په خبره څومره چې د حکومت چارې پیاوړې کېږي، شفافیت رامنځ ته کېږي او د ولس او حکومت ترمنځ اړیکې پیاوړې کېږي دومره د سولې د راتګ احتمال ډېرېږي.

هغه د سولې په برخه کې د نړیوالو له همکاریو هم مننه وکړه او د افغان سولې په تړاو یې د روسیې وروستی دریځ هم ستایلی او د سولې په برخه کې یې د دغه هېواد همکاري اړینه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې د دوی لومړنی هدف سوله ده او وړاندې تر دې چې د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړل شوی، هره طرحه به بې ګټې وي.

محب ټینګار کړی دی چې دوی د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې ګوندې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدنه کې د انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې او د ملګري ملتونو په منځګړیتوب یې د یوې پراخ بنسټه ناستې خبره کړې ده.

د یادونې ده چې زلمی خلیلزاد درې ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر غني، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس او پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي.

ټولو اړخونو پر دې ټینګار کړی چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او بین الافغاني خبرې دې یوې پایلې ته ورسول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب