Home+قیس احمد خپله لوبډله له پرلپسې ماتو وروسته بریالۍ کړه

قیس احمد خپله لوبډله له پرلپسې ماتو وروسته بریالۍ کړه

تاند (پنج شنبه، د حوت ۱۴) د پاکستان سوپر ليګ ١٤مه لوبه د کويټې ګليډيټرز او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ملتان سلطانز پچه وګټله او مقابلې لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٦ منډې وکړې چې له ډلې يې عثمان خان ٨١، سايم ايوب ٢٣ او محمد نواز ٢٠ منډې وکړې.

د ملتان سلطان له لوري شهنواز دهاني ٣ او عمران طاهر ٢ لوبغاړي وسوځول.

د ملتان سلطان لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوکړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ١٥٤ منډې وکړې.

محمد رضوان ٦٦ او جيمس وينس ٢٤ منډې ترلاسه کړې.

د کوټې ګليډيټرز له لوري قېس احمد ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ٢١ منډې ورکړې او ٣ لوبغاړي يې وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه قېس احمد ته ورکړل شوه.

دا لومړى ځل دى چې يوې لوبډلې په ښه ډول د خپل ټاکلي هدف څخه دفاع وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...