جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+نبي: د غوره لوبغاړي جايزه خپلو بې وزلو هېوادوالو ته ځانګړي کوم

نبي: د غوره لوبغاړي جايزه خپلو بې وزلو هېوادوالو ته ځانګړي کوم

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۱۴) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى وايي: «په هره لوبه کې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخلم، هغه به د خپل هېواد بې وزلو ته ځانګړې کړم.»

محمد نبي تېره ورځ د پاکستان سوپر ليګ کې ډېر ښه وځلېده او چټکه پنځوسيزه يې ووهله.

هغه په یاده لوبه کې د کراچۍ کنګز لوبډله بريا ته ورسوله او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نبي له تېرو څو کلونو راهيسې د محمد نبي خېريه بنسټ په نوم يو خېريه بنسټ هم چلوي چې د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د بې وزله هېوادوالو سره مرستې کوي.

د یادونې ده چې نبي اوسمهال د نړيوالو شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې غوره الراونډر هم دی.

نوموړی د نړۍ په مشهورو لیګونو کې لوبېدلی او ښه ځلېدلی هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی