جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونه۱۴۰۰ کال کې د لس زره افغان سرتېرو ورثې ته استوګنیزې نومرې...

۱۴۰۰ کال کې د لس زره افغان سرتېرو ورثې ته استوګنیزې نومرې وېشل کېږي

تاند (پنجشنبه د حوت ۱۴) د افغانستان حکومت راتلونکی کال د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته استوګنیزې نومرې ورکوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه بیان کې راغلي چې حکومت په دې هکله ارزونه پيل کړې ده او ټاکل شوې چې د شاوخوا لس زره سرتېرو ورثې ته په کابل کې هستوګنیزې نومرې ووېشي.

ولسمشر اشرف غني په همدې مناسبت چهارشنبه مازدیګر په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابل ښاروال داوود سلطانزوی او د کابل والي ته دنده وسپارله چې د دغه استوګنیزو نومرو لپاره ځمکې تثبیت کړي او خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړي.

په بیان کې راغلي چې په دې ناسته کې ولسمشر وویل، دی باید ۱۴۰۰ کال کې د لسو زرو سرتېر کورنیو ته د استوګنې لپاره نومرې ووېشل شي.

په دې ناسته کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري په خپلو خبرو کې وویل، په داسې برنامې کار کوو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته په داسې ځای کې ځایونه تثبیت شي چې لازمې اسانتیاوې ولري.

د ارګ په بیان کې راغلي چې ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې وویل د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته یې پاملرنه لومړیتوب دی، نو باید یو غیر دولتي بنسټ رامنځته شي او په وینا یې چې نړیوالې ټولنې هم په دې برخه کې همکارۍ ته تیاری ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب