شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: افغانانو سره مو سولې ته د رسېدو لپاره پر بدیلو لارو...

خلیلزاد: افغانانو سره مو سولې ته د رسېدو لپاره پر بدیلو لارو خبرې کړي

تاند ( پنج شنبه، د حوت ۱۴) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د درې ورځني سفر پر مهال له افغان حکومت، سیاسیونو، ښځو او مدني ټولنو سره د سولې په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.

خلیلزاد تازه ویلي چې  دایمي اوربند او سولې ته رسېدل د افغانانو غوښتنه ده او په همدې اړه يې له دوی سره پر مختلفو انتخابونو او بدیلو لارو خبرې کړې دي.

نوموړي دغه سفر هیله بښوونکی بللی او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت او طالبان باید سمدستي اوربند او پراخ بنسټه سیاسي حل ته لار و مومي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي وو چې د دوی لومړنی هدف سوله ده او وړاندې تر دې چې د سولې د ټینګښت تضمین نه وي ورکړل شوې هره طرحه به بې ګټې وي.

محب ټینګار کړی وو چې دوی د طرحې تر مطرح کولو وړاندې له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې د ټینګښت ضمانتونه غواړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړپوړي چارواکي له خولې داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګوندې زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدنه کې د انتقالي حکومت طرحه وړاندې کړې او د ملګري ملتونو په منځګړیتوب یې د یوې پراخ بنسټه ناستې خبره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب