یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوحید قتالي: د اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې ناورین رامنځته کړی

وحید قتالي: د اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې ناورین رامنځته کړی

تاند (یکشنبه د دلوې ۲۶) د هرات په ګمرک کې یوې پراخې اورلګېدنې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

راپورونه وايي چې په دې پېښه کې سلګونه ټانکرونه او نور نقلیه وسایل سوځېدلي چې له کبله یې ګمرک سوځېدلی دی او افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اوښتی، خو تر اوسه د اوښتو زیانونو په هکله پوره معلومات نه دي ورکړل شوي.

لومړني راپورونه وايي چې اور وروسته له دې ولګېد چې د ګاز یو ټانکر وچاودېده، خو چارواکي وايي چې لا هم د پېښې اصلي علت نه دی څرګند.

د هرات ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې والي تېر ماښام د اسلام کلا ګمرک ته ورغلی او زیانمنې شوې سیمې یې له نژدې لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي، وحید قتالي دغه راز د ایران د خراسان رضوي ولایت له والي سره وکتل او د اور په کابو کولو کې یې ددغه هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.

د ښاغلي قتالي په خبره دمګړۍ د ګمرک شاوخوا لسګونه افغان سرتېري ځای پر ځای شوي دي او هڅه کوي د سوداګرو توکي له غلا او لاسوهنو وساتي.

د هرات والي وایي د پېښې اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو دا یو ستر بحران دی چې افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی.

د راپورونو له مخې ددې اورلګېدنې له امله چې اوس هم دوام لري د مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم لري چې ددې اورلګېدنې له امله د ټپیانو شمېر لږترلږه ۶۰ تنو ته رسېدلی دی.

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اور لګېدلی؛ له ناټو او ایران د مرستې غوښتنه شوې

اخوا بیا د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان نیوکه کوي چې نه باید په دومره شمېر ټانکرونه او په خوراکي توکو بار لارۍ په ګمرکونو کې ودرول شي.

دوی وايي حکومت د فساد او بې کفایتۍ له امله سلګونه ټانکرونه په ګمرکونو کې درولي او دداسې پېښو په اړه تدابیر نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب