یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+څوک شتمن دی؟| سپين روان نورزی

څوک شتمن دی؟| سپين روان نورزی

په لرغونو وختونو کې داسې فکر کېدو چې په نړۍ کې هغه هېواد شتمن دی چې ډېرې کرنيزې ځمکې او ښه زراعتي توليدات ولري، ځکه هغه مهال د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ و نو دوی به هم داسې فکر کولو چې که څوک ډېرې کرنيزې ځمکې لري هغه شتمن دی، خو د وخت په تېرېدو سره کله چې صعنت وده وکړه او د بخار ماشين ايجاد شو، کانونونه (معدنونه) وموندل شول او خلکو يې په عصري وسايلو ايستل شروع کړل، همدا ډول په ځمکه کې د نفتو څاګان وويستل شول او نفت د هر توليد لپاره اساسي ماده وبلل شوه، ځکه د ټولو توليدي او صنعتي ماشينونو انرژي نفتو تمويلوله، نو د شمنۍ مفکورې هم تغير وکړ او داسې فکر کېدو چې هغه هېواد ډېر شتمن دی چې ډېر کانونه او د نفتو زيرمې ولري، په نړۍ کې د ماشين الاتو او توليدي دستګاوو په ډېرېدو د نفتو بازار هم ګرمېدو، هر څه په نفتو پسې وتړل شول، له ترانسپورټه واخله تر عادي وسايلو حرکت په نفتو پورې محدود شو او د نړۍ غښتلو هېوادونو هم دا هڅه کوله چې هغه سيمې لاندې کړي په کومو کې چې ډېرې نفتي زېرمې وي، د همدې نفتو له برکته د عربو شاړې شګلينې دښتې په عصري ودانيو او ښارونه يې په نړيوالو مارکېټونو بدل شول.

دا مفکوره تر ډېره حاکمه وه او داسې فکر کېدو چې هغه هېوادونه شتمن دي چې د تيلو زيرمې لري، ځکه په نړۍ کې هر کال په ميلياردونو ډالر د تيلو په راکړه ورکړه کې لاندې باندې کېدل او لا هم کېږي، خو دې فکر هلته تغير وکړ چې د اقتصادي توانمندۍ لپاره د روزل شوې بشري قوې اړتيا احساس شوه.

د هرې ورځې په تيرېدو سره په نړۍ کې د تخنيک پېچلتيا او د هرې دستګاه لپاره د روزل شوي انسان اړتيا دا فکر رامنځ ته کړ چې که هر څومره وسايل او زېرمې په يوه هېواد کې موجودې وي تر هغې پورې چې ښه روزل شوې مجربه بشري قوا ونه لري، شتمن کېدای نه شي.

هغه د پښتو پخوانی متل په دې وخت کې ښه تصديق دی چې وايي: ((چې نه دې وي سړي، مه کورت خوره، مه غوړي)) او بله دا خبره چې ((پيسې د مېړو په تلو [ د پښو په تلونو] پورې ښخې دي)) يعنې کله چې سړي ولرې، نو شتمني خپله در ته راځي، د دې ادعا د ثبوت لپاره سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه ښه مثال دی، که څه هم د نړۍ تر ټولو ډېر نفت عربي نړۍ صادروي، خو د دوی د زيرمو اساسي ګټه نور هېوادونه چې ښه بشري قوا او روزل شوي متخصصين لري، لکه امريکا، برېتانيا، فرانسه او داسې نور وړي، ځکه عرب که تيل لري، خو په استخراج او تصفيې باندې يې نه پوهېږي، له بلې خوا د نړۍ په هېوادونو کې سنګاپور چې د اقليم په لحاظ د ښه زراعت جوګه نه دی، د معدنياتو په لحاظ د ښو زيرمو څښتن نه دی، خو تير کال کله چې په نړۍ کې د کرونا وبا له امله قرنتين (کور بنديز) وضع شو، نو تر ټولو ښه او ارامه ژوند د دې هېواد خلکو درلود، ځکه دې هېواد خپل وګړي داسې روزلي چې د نړۍ هېوادونه د دوی تخصصي وړتياوو او مهارتونو ته اړتيا لري. په همدې دليل دوی د نړۍ د وګړو په لحاظ ښه اقتصاد او تر ټولو ارامه او هوسا ژوند لري.

اصلا خبره د طلايي پاسپورټ ده چې عربي متحده اماراتو يې اعلان کړی او هغو وګړو ته به دا ويزه ورکوي چې په يوه برخه کې تخصص ولري او يا هم لوړ علمي سند لکه (دوکتورا) ولري.

که څه هم افغانانو کلونه د عربو په خاروه تير کړل او د عربو د هرې ودانۍ خټې د افغانانو په خولو لمدې شوي دي، خو دوی کوم کمال نه لري، يوازې د لاس مزدوري او خواري کوي په همدې سبب دوی به نن هم په دې بريالي نه شي چې طلايي ويزه تر لاسه کړي.

اوس چې افغانان هر وخت کېني نو د خپلو معدنياتو او کانونو کيسې کوي چې افغانستان دومره کانونه او دومره بيرله نفت لري، خو دوی په دې نه پوهېږي چې تر هغې به دا نفت د دوی په درد دوا نه شي تر څو پورې چې دوی خپله بشري قوا نه وي روزلي او په يوه عالي تخصصي معيار يې د خپلو زيرمو په سپړلو لاس نه وي پورې کړی، ځکه د نړۍ شتمن او بډايه هېواد هغه دی چې ښه بشري قوا ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب