یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+افغانستان کې د سیمه ایزو راډیوګانو نیمګړتیاوې

افغانستان کې د سیمه ایزو راډیوګانو نیمګړتیاوې

لیکنه: سعیدالله صافی

افغانستان ته د رسنیو د راتګ او پرمختګ کلونه تېرېږي، دلته رسنۍ کمه تجربه لري او د پرمختګ په حالت کې دي.

دا چې افغانستان د رسنیو کمه تجربه لري، دا لړۍ به د ستونزو هم خالي نه وي.

په افغانستان کې نړیوالې، ملي او محلي راډیوي رسنۍ د ستونزو خالي نه دي او په کوم ډول چې د افغانانو چوپړ په کار دی، هغه ډول یې خپل مسولیت نه دی ادا کړی.

نړیوالې او ملي راډیوي رسنۍ به په خپل ځای پرېږدو، ځکه دوی تر یوې اندازې خپل مسولیت پېژندلی او د ادا کېدو په لور یې روان دي.

محلي راډیوي رسنۍ، لکه د نوم چې یې ښکاري د یوې محدودې سیمې د خلکو چوپړ کوي او د یوې سیمې د خلکو فکر جوړونه کې رغنده رول لري.

د افغانستان په شان جنګ ځپلي هېواد کې رسنیو ته په کار ده، چې د ژورنالېزم څلورو موخو له جملې ښوونې او روزنې ته د خپلو نشراتو ۸۰ یا ۸۵ فیصده برخه ځانګړې کړي.

بدبختانه دلته بیا د محلي راډیوي رسنیو ۸۰ یا ۸۵ فیصده برخه تفریح ته ځانګړې شوې ده، هغه هم داسې تفریح چې هېڅ سالمه نه ده او د ژورنالېزم مسلک وایي، چې په داسې هېواد کې باید سالمې تفریح ته یواځې ۱۰ یا ۱۵ فیصده وخت ورکړل شي.

په ټوله کې که ووایو، تاسې ټولو ته ښکاره معلومه ده، چې د محلي راډیوي رسنیو ټولې خپرونې یواځې په شعر او ادب، موسیقي او تفریح راڅرخي، حتا په ځینو کې د ژورنالېزم اساسي او بنسټیزه موخه خبرول هم د پام غورځول شوې ده.

د روغتیا، اقتصاد، زراعت، ټولنیز ژوند او نورو… خو ترې دغه کلمه هم نه اورېدل کېږي.

په دغو رسنیو کې یوه بله نیمګړتیا دا ده، چې غیر مسلکي خلکو له لوري پر مخ وړل کېږي او له دې هم ستره نیمګړتیا یې دا ده، چې هغو کسانو ته د کار کولو موقع پکې ورکړل شوې، چې ژورنالېزم پوهنځی خو لا پرېږده، د ښوونځي دروازه یې هم نه وي لیدلې.

افغان محلي راډیوي رسنیو ته نه ده پکار چې یواځې ورځې شپې په دې نوم سبا کړي، چې ګواکې د ولس چوپړ کوي.

دوی ته په کار ده، چې د ولس اساسي ستونزې وپېژنې او د ژورنالېزم بنسټیزو موخو په پام کې لرلو سره مخ په وړاندې لاړ شي.

د افغانستان ځینو محلي راډیو رسنیو خپل مسولیت په سمه توګه پېژندلی او د ولس رښتینی چوپړ کوي، چې د دوی زه قدردانی کوم او هڅې یې د ستاینې وړ بولم.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب