یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان: ناټو دې پر ژمنو عمل وکړي او له افغانستان دې ووځي

طالبان: ناټو دې پر ژمنو عمل وکړي او له افغانستان دې ووځي

تاند(یکشنبه، د دلوې ۲۶) طالبانو د ناټو غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دې خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

داسې مهال چې راتلونکې اونۍ د ناټو ددفاع وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي، طالبان وایي چې باید د دوحې له هوکړې سره سم بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور دوام د هېچا په ګټه نه دی او یوازې جګړې به اوږدې کړي.

طالبانو زیاته کړې چې امریکا یې نه تر دې دمه د هوکړې مطابق زندانیان خوشي کړي دي او نه یې هم د مشرانو نومونه له تور لېست ایستلي دي.

دوی همدا راز ویلي چې افغان حکومت پر طالبانو بریدونه هم ډېر کړي دي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یو ځل بیا ویلي چې طالبانو په سیاست کې ماتې خوړلې ده او اوس مهال یوې پراخې جګړې ته د چمتوالي په حال کې دي.

محب زیاته کړې چې د افغان دولت لومړیتوب سوله او په هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل دي خو طالبان سولې ته هیڅ ژمنتیا نه لري او په بېلو پلمو د خبرو مېز پرېږدي، خپلې نامشروع جګړې ته دوام ورکوي او په همدې توګه غواړي ځان د زور له لارې واک ته واک ته ورسوي چې د ده په وینا دا په هیڅ صورت امکان نه لري.

د نوموړي په خبره، افغان دولت سولې او جګړې دواړو ته پوره چمتوالي لري او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب