Homeخبرونهد امریکا په سنا کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح طرحه ناکامه...

د امریکا په سنا کې د ډونالډ ټرمپ د استیضاح طرحه ناکامه شوه

تاند (یکشنبه د دلوې ۲۶) د امریکا د سنا غړیو له هغه طرحې سره مخالفت وکړ چې له مخې به یې پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ استیضاح او محاکمه کېده.

پر نوموړي تور و چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې یې د تېرې جنورۍ میاشتې په شپږمه په یوه پاروونکې وینا سره خپل پلویان پر کانګرس ودانۍ برید ته هڅولي و.

د امریکا د سنا مجلس ۱۰۰غړي لري او د ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره پکار وه چې لږ تر لږه ۶۷ سناتوران د هغه پر ضد رایه وکاروي، خو پرون شنبه په رایه اچونه کې ۵۷ سناتورانو د استیضاح په حق کې رایه ورکړه او پاتې ۴۳ هغو یې مخالفت وکړ.

په دې توګه ټرمپ له هغه تور مبرا شو چې ویل کېدل د امریکا پر سنا یې د برید لپاره لاریون کوونکي هڅولي و.

ډونالډ ټرمپ د سنا ددې پرېکړې هرکلی کړی او په خبره یې دده استیضاح او په دې اړه د سنا د یو شمېر غړیو دریځ د تاریخ تر ټولو ستر ظلم و، خو پکې بریالي نه شول.

ډونالډ ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر دی چې د جمهوري ریاست په یوه دوره کې دوه ځلې استیضاح شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...