یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کندهار ـ کابل پر لویه لار د موټر چلوونکو اعتصاب لاهم...

د کندهار ـ کابل پر لویه لار د موټر چلوونکو اعتصاب لاهم دوام لري

تاند (یک شنبه، د دلوې ۲۶)  ځايي خلک وایي چې، له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د کندهار ـ کابل پر لوبه لاره سلګونه بار وړونکي موټرې ولاړې دي او پر دې لاره یې خلکو ته سختې ستونزې جوړې کړې دي.

دوی وایي د بار وړونکو موټرو چلوونکو اعتصاب د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم لاره بنده کړې ده.

په ورته مهال اعتصاب کوونکي وایي چې، حکومتي چارواکو تر دې دمه د دوی غږ نه دی اورېدلی او نه یې هم د دوی د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

دوی وایي پر لویو لارو له پرتو پوستو، ترانسپورتي ادارو او مفسدو امنیتي چارواکو تر پوزې راغلي او دومره ګټي چې په پوستو او ګمرکونو کې یې دوی ته ورکړي.

دوی له حکومت غواړي چې ستونزه یې په بنسټیزه توګه حل کړي او پر لارو د امنیتي ځواکونو او ځینې اداراتو د فساد مخنیوی وکړي.

د یادونې ده چې دغو موټر چلوونکو تېره اونۍ اعتصاب پیل کړی خو تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د دوی د دستونزو د حل لپاره کوم اقدام کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب