یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+سویلي افریقا کرکټ لوبډلې له پاکستان نه غچ واخیست

سویلي افریقا کرکټ لوبډلې له پاکستان نه غچ واخیست

تاند (یک شنبه، د دلوې ۲۶) سویلي افریقا په دویمه نړیواله شل اوره لوبه کې  پاکستان ته ماتې ورکړه.

افریقا لوبډلې دا لوبه د ۶ ویکټو په توپیر له پاکستان نه وګټله.

دا لوبه چې په لاهور کې ترسره شوه، سویلي افریقا د لوبې پچه وګټله او پاکستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې او سویلي افریقا لوبډلې ته یې ۱۴۵ منډو هدف ورکړ.

د سویلي افریقا له لوري ډواین پریټوریس ۵ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

سویلي افریقا لوبډلې په ۱۷ ام اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر يې لوبه وګټله.

د پاکستان له لوري شاهین شاه اپريدي ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی ډواین پریټوریس وټاکل شو.

د یادونې ده چې له دې وړاندې لومړۍ لوبه کې پاکستان بریا خپله کړې وه او وروستۍ او درېیمه شل اوره  لوبه به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب