یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح زیانمنو سوداګرو ته؛ غم مه کوئ چې سر جوړ وي...

امرالله صالح زیانمنو سوداګرو ته؛ غم مه کوئ چې سر جوړ وي خولۍ پرېمانه دي

تاند (یکشنبه د دلوې ۲۶) د ولسمشر لومړي مرستیال په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان اوسني بندرونه له اړتیاوو سره سم نه دي جوړ شوي چې له امله یې دغه ډول ستونزې رامنځ ته کېږي.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن یکشنبه د شپږ نیمو بجو په امنیتي ناسته کې کړي او سوداګرو ته د ډاډ په موخه ویلي، ښه ده چې دغه پېښه ځاني تلفات نه لري او په خبره یې سر چې روغ پاتې شي خولۍ پرېمانه دي.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له ځينو بهرنیو کمپنیو سره یې په افغانستان کې د ګمرکي تاسیساتو د جوړولو لپاره خبرې کړې، خو تر دې دمه یوازې یو ستر بهرنی شرکت دې ته تیار شوی دی چې په افغانستان کې په ګمرکي برخه کې پانګونه وکړي.

امرالله صالح دغه راز زیاته کړې چې ډېر ژر به د ولسمشر د پلان پر بنسټ ګمرکونو ته پراختیا ورکړل شي او د اړتیا او غوښتنو سره سم تاسیسات به پکې جوړ کړل شي.

د اسلام کلا په ګمرک کې تېره ورځ اورلګېدنه رامنځ ته شوه چې له امله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه اوښتي.

د هرات په اسلام کلا ګمرک کې اور لګېدلی؛ له ناټو او ایران د مرستې غوښتنه شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب