Homeخبرونهننګرهار کې پر ځانګړو ځواکونو د برید په تړاو ۴ شکمن کسان...

ننګرهار کې پر ځانګړو ځواکونو د برید په تړاو ۴ شکمن کسان نیول شوي

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۶)  د ملي امنیت ۰۲ قطعه، ننګرهار ولایت کې د ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان د برید په تړاو د څلورو شکمنو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

له دغې قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، مرکز جلال اباد ښار اولې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د ځانګړو ځواکونو پر موټریز کاروان د برید په تړاو ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو د ملی امنیت په ځانګړې قطعې د ترسره شوي ځانمرګي بریدګر سره په ورته وخت کې تلیفوني اړیکه نیولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوي کسان اوس مهال د لا ډېرو معلوماتو په موخه تر څېړنو لاندې دي.

د ملي امنیت ۰۲ قطعه دغه راز زیاتوي چې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې یو میل کلاشینکوف او یوه تفنګچه هم ترلاسه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...