Homeخبرونهلوګر کې د طالبانو اتو ماین خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

لوګر کې د طالبانو اتو ماین خښوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۲۶) افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو ۸ ماین خښونکي وژلي دي.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي چې، افغان ځواکونو تېره شپه پر هغو وسله والو طالبانو برید کړی چې غوښتل یې د برکي برک ولسوالۍ په کاکو زیارت سیمه کې ماینونه ځای پرځای کړي.

احمدزی زیاتوي چې یاد کسان د افغان ځواکونو د هوايي برید په پایله کې وژل شوي دي.

احمدزی زیاتوي چې دغه راز په دې برید کې ۴ نور ماین خښوونکي ټپيان شوي هم دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هره ورځ د جګړې لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...