یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهناپېژانده کسانو د دفاع د وزیر موټر چلوونکی او زوی یې وژلي

ناپېژانده کسانو د دفاع د وزیر موټر چلوونکی او زوی یې وژلي

تاند ( یک شنبه، د دلوې ۲۶) امنیتي سرچینې وایي چې، ناپېژانده وسله والو تېره شپه د دفاع وزارت موټر چلوونکی او د هغه کوچنی زوی په خپل کور کې وژلي دي.

د سرچینې په خبره دا پېښه تېره شپه د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند څلورم مکرویان سیمه کې شوې ده.

سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم د ملي دفاع وزیر د موټر چلوونکي وژنه مني خو د وژنې د څرنګوالي او انګېزې په اړه یې څه نه وايي.

د دې پېښې مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر ولایتونو کې هدفي وژنې ډېرې شوي او خلک په دې برخه کې امنیتي ادارې ناکامه بولي.

دوی وایي که حکومت د دا ډول پېښو مخنیوی ونه کړي او عاملین یې ونه نیسي نو ښايي ډېره فاصله یې له ولس سره پيدا شي.

د کابل ښاریان زیاتوي دوی تل د افغان حکومت ملاتړ کړی او کوي یې خو زیاتوي چې په کار ده دوی هم د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب