جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار؛ ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو څلور...

ننګرهار؛ ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو څلور کسیزه ډله نېولې

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۲۶) د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، دې ولایت کې ملي امنیت ځواکونو د قاري هجرت الله په مشرۍ د وسله والو طالبانو د هدفي وژنو څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د دغه ولایت د رسنیو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ملي امنیت ځواکونو جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې ځانګړي عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې د وسلوالو طالبانو اړوند د هدفي وژنو ،ماينونو ځای پر ځای کولو، دولتي موټروته د چسپکي ماينونه نښلوونکو، دولتي کارمندانو په نښه او ترور کوونکو څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، نیول شویو کسانو د پنځمې ناحيې اړوند نارنج باغ سيمه کې دوه تنه پوليس، د دريمې ناحیې ګولايي عربانو سیمه کې د ملي امنيت کارکوونکى، د سره رود ولسوالي د ګنده چشمې په سيمه کې يو تن د ملي امنيت کارکوونکى، په یاده سیمه کې د مستوفيت د ارزيابۍ مدير، د معيوبينو شهرک نه پاس فاميلو چوک ته نږدې د ملي اردو يو تن سرباز او د څلورمې ناحيې د چپرهار زړه هډې په مربوطاتو کې د استيناف محکمې یو تن قاضي په شهادت رسولی وو.

هغه وایي، د ملي امنیت ځواکونو همدا راز دوه تنه نور وسله وال طالبان هم د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې نیولي چې نیول شویو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی هم دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هدفي وژنو نیول شوې شبکې مشر قاري هجرت الله او غړو یې نوراغا، بادام ګل او ولایت خان پخپلو جرمونو اعتراف کړی دی .

ملي امنیت ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د هدفي وژنو په تړاو د دې ډلې د نیول کیدو خبر داسې مهال ورکوي چې دې وروستیو کې دې ولایت کې هدفي وژنو او ترور زور اخیستی وو او دې چارې یې اوسیدونکي اندېښمن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب